عاجل خبرونه

د اوبو د ښه مدیریت چټکې هڅې پیل شوي- عثماني

(Last Updated On: April 23, 2017 4:54 pm)

Capture

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې د اوبو د ښه مدیریت لپاره مو چټکې هڅې پیل کړې دي.

افغانستان د اوبو بشپړې زیرمې لري، چې د زیرمې او مدیریت لپاره یې تر اوسه مناسب ګامونه نه دي پورته شوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي؛ افغانستان میلیاردونه متره مکعب اوبه لري، چې یوازې پېنځه ویشت سلنه یې په افغانستان کې کارول کیږي.

د ښاغلي عثماني په وینا؛ د هېواد په ټولو سیمو کې د اوبو د لازم مدیریت او د بندونو د جوړولو ستر پلانونه جوړ شوي دي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان زیاتره اوبه ګاونډ هېوادونو ته بهیږي او د افغانستان په ناارامیو کې لاسوهنې کوي، چې افغانستان د خپلو اوبو پر څارلو او کارولو  بریالی نه شي.

تر اوسه د افغانستان اوبه په کور د ننه ښې نه دي مدیریت شوې او کروندګرو ته یې د ګټې پرځای زیانونه ډېر اړولي دي.

خبریاله : لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …