عاجل خبرونه

د صادراتو ملې تګلاره د سوداګرۍ وزارت لخوا جوړه شوه

(Last Updated On: جون 10, 2018)

د سوداګرۍ وزارت وایي، له اوږدو بحثونو وروسته د صادراتو ملې تګلاره جوړه شوه، چې  پر بنسټ یې د صادراتو کچه لوړیږي او صادارتي توکو ته بازار موندل کیږي.

دغه تګلاره د بهرنیو سوداګریزو توکو په وړاندې د سیالیو په موخه یو ستر ګام دی.

د سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغې تګلارې پر بنسټ به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي او صادرات به مو پر نړیوالو معیارونو دغو بازارونو ته ولیږدول شي.

د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وایي، چې: له دې تګلارې سره مو د تولیداتو کیفیت ښه کیږي او سوداګرو ته به ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.       

په هېواد  کې د سوداګریز بیلانس رالویدل هغه مورد دی، چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم پرې اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې  د صادراتو د ملې تګلارې له پلې کیدو سره به یو لړ ستونزه حل شي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي: دغه ستراتیژي به مو صادرات ډېر کړي، چې د هېواد اقتصادي وده به رامنځته کړي او اقتصادي وده سوله او امنیت خوندي کوي.

که څه هم د سوداګرۍ خونه له دغې تګلاری هر کلی کوي؛ خو د تولیداتو د معیار نشتوالی او د کیفیت د سند نشتون هغه ستونزې په ګوته کوي، چې د صادراتو په وړاندې ستر خنډ ګڼل کیږي.

د سوداګری خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: د صادراتو په اړه ډېر کارونه تر سره شوي دي؛ خو بیا هم ستونزې ډېرې دي.

اوسمهال افغانستان د سوداګرۍ له منفې بیلاس سره مخ دی. افغانستان هر کال څه د پاسه اووه سوه میلیارد او درې سوه میلیون واردات او اووه سوه میلیون دالر صادرات لري.

کارپوهان وایې، حکومت د اقتصادي وضعیت د بدلون لپاره طرحه لري؛ خو دغه طرحه په عمل کې ناکامه ده.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …