عاجل خبرونه

د خوست لاریونوالو د خوست- کابل لار تړلې

(Last Updated On: March 04, 2018 2:19 pm)

 

د خوست لاریونوالو له نن سهار را په دیخوا د کابل خوست لار تړلې ده.

د خوست ولایت لاریونکوونکي وايي، د دې ولایت د کمپاین ځواکونو نن سهار د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په شمباووت ژیړي کلي کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه لومړی تړلي او بیا یې د خلکو پر وړاندې وژلي دي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ تېره شپه د کمپاین ځواکونو ژوندي کسان هم نیولي دي او د لاریون ګډونوال د نیول شویو کسانو د خلاصون تر څنګ د ملکیانو د قاتلینو د جزا غوښتنه هم کوي.

لاریونوال زیاتوي، دغو کسانو له کومې مخالفې ډلې سره تړاو نه درلود او عام خلک ول.

کمپاین ځواکونه، چې په خوست کې د نړیوالو همکارځواکونه دي؛ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. سیمه ییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز په غزني ښار کې هم سلګونه کسانو د کابل – کندهار لویه لاره تړلې او د اربکیانو له لوري د یوې میرمنې، یو ماشوم او یو ځوان د وژل کیدو په خاطر د عدالت غوښتنه کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …