عاجل خبرونه

د افغانستان د جلغوزو حاصلات هرکال ۴۵۰ میلیون دالرو ته رسیږي

(Last Updated On: February 11, 2018 7:42 pm)

د جلغوزو له حاصلاتو څخه، چې د ټول هېواد په ۴۳ زره هکتار ځمکه کې کرل شوي هرکال ۳۳ زره تڼه ترلاسه کیږي؛ خو د دغو حاصلاتو ډېره برخه په پاکستان کې بسته بندي او بیا بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي؛ ډېر جلغوزي له پاکستان څخه چین ته صادریږي، چې ګټه یې پاکستان ته رسیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، په پام کې ده، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلغوزو د پروسس مرکزونه جوړ کړو. پر دې کار به نه یوازې په لومړي ځل په افغانستان کې د جلغوزو پروسس پیل شي، بلکې له خپل هېواده به صادر هم شي.

د خوست والي حکیم خان حبیبي وایي، په ټولیزه توګه ۳۳ زره ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چین، مالیزیا، تایوان، هند او نورو هېوادونو ته صادریږي.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو خپلو دغو حاصلاتو ته پراخ نړیوال بازار ومومو او نورو هېوادونو ته یې هم صادر کړو.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ډاډ ورکوي، چې د جلغوزو له ځنګلونو به جدي څارنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې اړوند امنیه قومندانانو ته سپارښتنه شوې، چې د جلغوزو له ونو ساتنه وکړي او له ګټې یې د هېواد د دښمنانو لاسونه لنډ کړي.

سره له دې، چې چارواکي په کور کې دننه د جلغوزو د تولیداتو پر بسته بندۍ ټینګار کوي؛ خو اوس هم د افغانستان تولیدات د نورو هېوادونو پر نوم صادریږي او ګټه یې هم صادرونکې هېوادونه ترلاسه کوي.

خبریاله: دیانا صمدي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …