د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره د روسیې د سوداګرو یو پلاوي کابل ته راغلی

(Last Updated On: اکتوبر 30, 2017)

کابل نن د لسګونه روسي سوداګرو کوربه و. دوی د اړیکو او سوداګرۍ  پر ودې او پراختیا خبرې اترې کوي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، د روسیې د سوداګرو له راتګ سره مو هڅه داده، چې له روسیې سره سوداګریزې راکړې ورکړې پر اوسپنیزې پټلۍ پیل او تر سره شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، که له روسیې او چین سره مو اړیکې پراخې شي ؛ د وچې او تازه میوې صادرات به مو نور هم ښه شي.

روسي سوداګر هم د سوداګریزو اړیکو هڅولو ته هیله من دي.

د روسیې د سوداګریزې خونې مرستیال انتوني دي میري وایي، د روسیې سوداګر چمتو دي، چې په افغانستان کې ګډه پانګونه وکړي او هم به ترانزیتي آسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې د افغان او روسیې د سوداګرو تر منځ سوداګریزې هوکړې هم لاسلیک شوې.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …