عاجل خبرونه

د جنبش روشنایي پر لاریونوالو د برید مشر مو وواژه-ملي امنیت

(Last Updated On: مارچ 11, 2017)

nds-300x183

د افغانستان ملي امنیت ریاست د کابل د دهمزنګ په عبدالوکیل خان نورستاني څلورلاري کې د جنبش روشنایي پر لاریونوالو د ځانمرګي برید د مشر له وژلو خبر ورکوي.

دغه ریاست د شنبې په ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړې، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د لیوني بابا د اړوند سیمې په ګډو پوځي عملیاتو کې د داعش دوه قومندانان مولوي فاروقي او مولوي عبدالقیوم مشهور په شاهین خراساني وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ مولوي خراسانی په ننګرهار ولایت کې د داعش د یوې ۲۰۰ کسیزې ځانمرکې او ترهګرې ډلې د روزنې مشري کوله.  

د یادونې وړ ده، چې د دهمزنګ په عبدالوکیل خان نورستاني څلورلاري کې د جنبش روشنایي  پر لاریونوالو ځانمرګي برید ۸۴ کسه ووژل او له دوه سوه ډېر ټپیان شول.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه ناسته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د عربي متحده اماراتو رسنیو په ډاګه کړې، چې …