عاجل خبرونه

د افغانستان د پوهنې درېیمه ملي ستراتیژي رامنځته شوه

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2017)

د پوهنې وزارت مسوولین وایي، د افغانستان د پوهنې درېیمه ملي ستراتیژي رامنځته شوه، چې له مخې به یې تر راتلونکیو۵ کلونو پورې د ښوونې او روزنې په برخو کې لازم سمونونه رامنځته شي.

د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شنیواری وایي، د دغې برنامې په پلې کیدو به د ښوونې او روزنې په برخه کې لازم سمونونه رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړې، چې ۵ کلونو پورې به څوالس زره پېنځه سوه ټولګي جوړیږي. دا پلان درې موخې لري؛ په پوهنې وزارت کې د کیفي وړتیاوو لوړول، ښوونې ته د لاسرسي ډېرول او د روڼ مدیریت رامنځته کول. د دغه پروګرام د پلي کولو لپاره ۳ میلیارد دالر بهرني هېوادونه او پاتې نور د حکومت لخوا ورکول کیږي.  

د اجرائیه ریاست سلاکار یوسف نیازی د څه د پاسه زر ښوونځیو له بندیدو او د ښوونکیو او زدکوونکیو د تحصیلې کچې پر ټیټوالي اندېښنه  څرګندوي او وایي، چې حکومت باید په دې اړه خپلې هڅې ډېرې کړي.

د دغې ستراتیژۍ پر بنسټ د دې ترڅنګ، چې څه د پاسه پېنځه سوه زره کسه به د زدکړې له نعمته برخمن  کیږي؛ شاوخوا دوه اعشاریه څلورمیلیون نور به په ښوونځیو کې تازه شامل شي او ۷۴ زره  نور به د دغه وزارت له ښوونیزو ورکشاپونو څخه فارغ شي.

خبریاله: افسون محمدي

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …