عاجل خبرونه

د جوزجان د آقچې مسوول طالب قومندان له خپلو ۱۴ کسانو سره وژل شوی

(Last Updated On: September 18, 2017 7:32 pm)

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د آقچې ولسوالیو (اقچه مردیان فیض اباد منگجک و خانقاه)  لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مسوول له خپلو څوارلس کسانو سره وژل شوی دی.

د جوزجان د آقچې په پېنځه ګونو کلیو کې د امنیتي ځواکونو عملیات له څلور ورځو راهیسې روان دي؛ خو تراوسه هم د خانقا ولسوالۍ په شاوخوا کې وسلوال له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوری وايي، د دوشنبې د شپې په نښتو کې د قاري نور الله په ګډون، چې د طالبانو د پوځي کمیسیون مسوول و ۱۵ وسلوال وژل شوي او شل نورټپیان دي.

هغه زیاتوي؛ په دې نښته کې دوه پاڅونوال هم وژل شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د خانقا ولسوالۍ د بیش کپه سیمه په بشپړه توګه له طالبانو پاکه کړي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …