عاجل خبرونه

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې نوي ولسوالۍ ناامنه دي

(Last Updated On: March 6, 2017)

download (2)

د آریانا نیور موندنې ښيي، چې وسلوال طالبان په دولس ولسوالیو ولکه لري او د ختیځو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش فعالیت هم روان دی.

له کلونو راهیسې افغانستان ته پسرلی له تاوتریخوالي او جګړو سره مل راځي. وسلوال مخالفین د پسرلي په رارسیدو خپلو بریدونو ته زور ورکوي او جګړې پرخوالی مومي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، چې د دښمن د ځپلو او د هغوی د بریدونو د مخنیوي لپاره په اته ولایتونو کې عملیات پیل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ له دې عملیاتو مو موخه داده، چې د وسلوالو مخالفینو د رهبرۍ سیمې، د تګ راتګ لارې، د پوځي ښوونې او روزنې مرکزونه او هغه سیمې، چې مخالفینو ته مالي امکانات برابروي؛ له منځه یووړل شي.

هغه زیاتوي، چې همدا اوس د جګړې  تمرکز په  کندز، هلمند، فراه، سرپل،  بغلان  او ننګرهار ولایتونو کې دی.

هغه ټینګار کوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به له وسلوالو طالبانو څخه ټولې نیول شوې ولسوالۍ بېرته ونیسي.

د هلمند ولایت په ناوه، مارجه، نادعلي او ګرشک کې دولت د مرکزونو واک لري او په خانشین، باغران دیشو، نوزاد، سنګین او ګرمسیر کې هم نا امني ده او جګړې په کې روانې دي.

د زابل له لس ولسوالیو څلور ناامنه دي او خاک افغان له پېنځلس کلونو راهیسې له وسلوالو طالبانو سره دی.

 د فراه ولایت گلستان ، بکوا و خاک سفید ولسوالۍ له مرکزونو پرته د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او بالابلوک او پشت رود له لوړ ګواښ سره مخ دي.

د سرپل ولایت د صیاد او کوهستاناتو ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسلوالو طالبانو په واک کې دي او د مرکز په ګډون په اته ولسوالیو کې ناامني ده.

د  بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ځينې سیمې او دهنه غوري، برکه، مرکزي بغلان، اندراب، پل حصار، ده صلاح او دوشي ولسوالۍ ناامنه دي او یو شمېر یې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس کیږي.

په کندوز کې، چې اووه ولسوالۍ لري، د مرکز په ګډون په امام صاحب، چهاردره دشت ارچي، علي آباد او قلعه ذال کې جګړې روانې دي.

د ننګرهار له دوه ویشت ولسوالیو څخه له شپاړس ډېرې ناامنه دي او په یوولس ولسوالیو کې دولت یوازې په مرکزونو کې واک لري. اچین، رودات، بټيکوټ، شېرزاد، پچیرآ ګام ، غني خېل، کوټ، حصارک، هسکه مېنه، چپرهار، ګوشته، خوږیاڼي، لعلپوره، مومند دره، نازیان او شپین غر هغه ولسوالۍ دي، چې دولت یې یوازې مرکزونه ساتي.

د لغمان له پېنځه ولسوالیو څخه په دولت شاه، علیشنګ او علینګار کې دولتي ځواکونه مرکزونه ساتي.

جوزجان، چې لس ولسوالۍ لري یوازې په دوه ولسوالیو؛ درزاب او قوش تپه کې ناامنۍ زیاتې دي.

د بدخشان بهارک، راغستان تګاب، وردج او یمګان ولسوالۍ ناامنه او د جګړو شاهدې دي.

په فاریاب کې المار، قیصار، پښتون کوټ خواجه سبز پوش شیرین تګاب، او دولت آباد کې وسلوال طالبان فعال دي او جګړې په کې روانې دي.

د پلازمېنې په ګاونډ وردګو او لوګر کې هم وسلوال مخالفین فعال او ګواښونه یې متوجه کړي دي.

 خوست، نورستان، کنړ، کاپیسا، پروان، غور، هرات، غزني، ارزګان، سمنګان، پکتیا، پکتیکا ولایتونه هم ناامن دي او وسلوال په کې فعال دي.

ان کابل هم د وسلوالو له بریدونو خوندي نه دی.

د کندهار له ۱۶ ولسوالیو ۹ ناامنه دي( غورک ، خاک ریز، شاولی کوت، میانشین ، میوند، شورابک ، ارغستان ، ریگستان و ماروف)

کارپوهانو ويلي، چې راروان کال به له ستونزو ډک وي او په حکومت کې ډلبندۍ او د پروګرام نشتوالی به د ناکراریو له دوام سره مرسته وکړي.

پوځي مارپوه عتیق الله امرخېل وایي، په دوه سره حکومت کې نه اراده شته او نه پلرېکړه کولی شي. د ناامنیو ستر لامل دولت دی او بیا بهرني لاسونه؛ ځکه په ژمي کې مکو ولسوالۍ له لاسه ورکړي او له سخت پسرلي سره به مخ شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په زیاترو سیمو کې جګړې روانې دي او د هوا په تودیدو سره به جګړې له دې هم شدت ومومي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

(Last Updated On: June 18, 2019)د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي …