عاجل خبرونه

د سوداګرۍ اوصنایعو خونه له ازبکستان سره د سوداګرۍ پراختیا غواړي

(Last Updated On: August 01, 2017 7:09 pm)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، حکومت باید له ازبکستان سره د سوداګرۍ د اړیکو د ډېرې پرختیا لپاره له دغه هیواد سره سوداګریز او ترانزیټي هوکړې لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ اوصنایعوخونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصررت وايي، د دواړه هېوادونو سوداګري د نفتي، ساختماني او الکترونیکي توکو په برخه کې روانه ده، چې۴۲۰ میلیون دالرو ته په کال کې رسیږي.

د نوموړي په وینا؛ له ازبکستان سره مو سوداګري ښه روانه ده؛ خو ډیره وارداتي ده. حکومت باید د صادراتو د برخي د پیاوړتیا لپاره هم هڅې وکړي.

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګارخواجه شاد مانوف د دواړه هېوادونو اړیکي په اقتصادي برخه کې تر ډېره ښې بولي او وایي، چې د سوداګرۍ له پراختیا سره به نورې هم غښتلې شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، اوس د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکي مخ په ښه کیدو دي.

ویل کیږي، چې په نږدي راتلونکي کې به ولسمشر هم ازبکستان ته سفر وکړي، چې په لړ کې به يي د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …