عاجل خبرونه

د افغانستان لپاره مصنوعي مهال وېشونه کار نه ورکوي

(Last Updated On: July 24, 2017 7:17 pm)

د امریکا لوی درستیز وايي، چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د امریکا اوږد مهالي حضور ته اړتیا ده او جعلي مهالوېشونه کار نه ورکوي.

په افغانستان کې د جګړو اور د هرې ورځې په تېریدو پراخیږي او د امریکا لوی درستیز جوزف دانفورد وايي، چې د افغانستان په اړه به خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

د هغه په وینا؛ د دغې ستراتیژۍ له مخې به افغان ځواکونه غښتلي شي.

نوموړي په ډاګه کړې؛  زمونږ ارزونې نیمايي شوي دي. دا یوازې پرافغانستان اړه نلري، بلکې زمونږ ستراتیژي ټوله سویلي آسیا رانغاړي. که مونږ سرتېري ډېر کړو افغان ځواکونه به هم رقابتي بڼه غوره کړي. دوی په ځينو برخو کې ډېر کار ته اړتیا لري.

جنرال دانفورد وايي، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو پرېکړه به د ستراتیژۍ له اعلان وروسته وشي.

د نوموړي په وینا؛ د نورو سرتېرو د لیږلو موخه دا ده، چې افغان امنیتي ځواکونه وروزل شي. دفاع وزیر متیس به هغه وخت د سرتېرو د لیږلو پرېکړه وکړي، چې مونږ یې د ملاتړ تګلاره بشپړه کړو.

پاکستان، چې افغان چارواکي يې په دوامداره توګه د سخت دریځو پر ملاتړ تورنوي؛ د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې مهم ځای لري.

هغه زیاته کړې، چې زمونږ نوې ستراتیژي نوی ډيلی او ایران هم رانغاړي. کله، چې مونږ د سویلي آسیا په اړه خبرې کوو نو پاکستان باید زمونږ د ستراتیژۍ مهمه برخه وي. مونږ ولیدل، چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې بریا نا شونې ده. مونږ باید په لوړه کچه د پاکستان همکاري تر لاسه کړو.

دانفورد په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې  مصنوعي مهالوېشونه افغانان نه شي ډاډه کولی او دا کار له مونږ سره د پاکستان همکاري زیانموي. د افغانستان د ثبات لپاره لازم وخت ته اړتیا لرو او که نه له مونږ سره د هغوی همکارۍ اغېزمنیږي.

جوزف دانفورد په دوه زره دیارلسم کال کې د ائتلافي ځواکونو قومنده په غاړه درلوده. هغه وخت امریکا په افغانستان کې یو سلو څلوېښت زره سرتېري درلودل.

خبریال: فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …