عاجل خبرونه

د خوست عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمین ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

(Last Updated On: May 25, 2017 3:10 pm)

د پنجشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو پرمهال د خوست عبدالله خان تڼي  دارالمعلمین د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، دا ودانۍ د ۱۹،۷ میلیون افغانیو پر لګښت د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودجې څخه پر۸ جریبه ځمکه د یوه کال په موده کې جوړیږي؛ ۲۴ اداري او تدریسي خونې او نور اړوند ملحقات به ولري.

د عبدالله خان تڼي دارالمعلمین رییس محمد جان وقار وایي، څو کاله مخکې د یو میلیون او دوه سوه زره دالرو پر ارزښت د دارالمعلمین لپاره د اساسي تاسیساتو جوړولو قرارداد شوی و، چې له لږ کار وروسته قرارداد کوونکی شرکت له پیسو سره وتښتیده او تر اوسه یې ودانۍ جوړول ځنډیدلي وه.

د خوست پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد اکبر  تڼیوال وایي، پخوا یې د دارالمعلمین محصلینو په کرایي کورونو کې زدکړې کولې، چې د دې ودانۍ په جوړیدو به یې دا ستوونزه اواره شي.

د نوموړي پعه وین؛ اوس هم د ولایت په کچه پنځوس سلنه ښوونځي سرپنا نه لري او زدکوونکي یې تر شنه آسمان لاندې او د ونو سیورو ته درسونه وایي.

د خوست دغه دارالمعلمین په ولسوالیو کې ۷ مرسته کوونکي مرکزونه لري او د مسوولینو په وینا، په تېرو څو کلونو کې یې کابو اته نیم  زره زدکوونکي فارغ کړي، چې څه باندې درې سوه یې نجونې دي.  

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

په کابل کې د عاشورا مراسم ډاډمن تر سره شول

(Last Updated On: September 20, 2018 5:38 pm) په کابل کې د عاشورا مراسم تر …