تازه خبرونه
د افغان او بهرنیو سرتېرو په لیکو کې ۲۰۰ خپلمنځي بریدونه تر سره شوي
په وسلوال ځواک کې د طالبانو نفوذ د جګړې نوی تاکتیک دی، چې له مخې یې وسلوال طالبان پر افغان او بهرنیو سرتېر مخامخ بریدونه تر سره کوي.
د آریانا نیوز د ارزونو له مخې؛ په تېرو ۴ کلونو کې د افغان پوځ او بهرنیو سرتېرو په لیکو کې دوه سوه بریدونه شوي، چې د زیاترو هغو مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
په تېرو ۴ کلونو کې افغان او بهرنیو سرتېرو په خپلو منځو کې پر یو بل دوه سوه بریدونه کړي، چې ډېري بریدونه د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسلوالو طالبانو نفوذي کسانو پر افغان سرتېرو تر سره کړي او پوستې یې ترې نیولي او تجهیزات یې ترې وړي دي.
په یاده څېړنه کې پر سردار محمد داوود خان روغتون او د کندهار پر امنیه قومندان جنرال عبدالرازق شویو بریدونو ته هم نغوته او اشاره شوې ده.
پر ۲۰۱۶ کال طالبانو یوازې په کندهار او زابل کې ۷ نفوذي بریدونه لرل، چې ۲۱ پولیس یې وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي وه.
دغه راز د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یوازې پر امریکایي ځواکونو ۶ نفوذي بریدونه تر سره؛ درې سرتېري یې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان ول.
د همدې کال په بهیر کې د امریکا پخواني دفاع وزیر جنرال متیز نفوذي بریدونه د افغانستان په جګړه کې یوه ننګونه وګڼله او واشنګتن د دغو بریدونو پر وړاندې د ژغورونکیو پرښتو طرحه جوړه کړه.
پر ۲۰۱۸ کال د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ پر پوځي مرکز په نفوذي برید کې ۴۰ سرتېري وژل شوي دي.
پر همدې کال د افغانستان د سویل ځواکمن قومندان د یو نفوذي کس لخوا ووژل شو.
د سیګار د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۱۹ کال په درې وروستیو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو ۳۰ نفوذي بریدونه شوي دي.
په ټول ۲۰۱۹ کال کې ۴۹ اړوند پېښې رامنځته شوي؛ خو په درې وروستیو میاشتو کې څه نا څه ډېر والی ښیي.
ډېره دروند برید د دغه کال د غزني په قره باغ کې و، چې ۲۳ سرتېري په کې ووژل شول.
پخواني پوځي ظاهر عظیمي ویلي؛ پرسردار محمد داوود خان روغتون برید پوځ تائید کړی و، چې نفوذي کس یې درلود، خو دا ښکاره نشوه، چې عامل له کومې ډلې و. په دې برید کې ۵۰ کسان وژل شوي او له سل ډېر ټپیان ول.
په تازه پېښه کې، چې د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د یو سرتېري لخوا دوه امریکایي سرتېري ووژل شول او ۶ نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ويلي، چې اوس د دغه ډول بریدونه کچه راټیټه شوې ده.
د هرتیج بنیاد د بهرنۍ پالیسۍ مرستیال کول جیمز کار افنون ویلي؛ که استخبارات او کشفي ادارې غښتلې شي، د دغه ډول بریدونو مخنیوی کیدونکی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له هغې وروسته، چې په تېرو کلونو کې افغان او بهرنیو سرتېرو یو پر بل بریدونه وکړل، مونږ یې د مخنیوي لپاره کړنلاره جوړه کړه. اوس هم د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره قوي استخباراتو ته اړتیا ده.
اوس هم د افغان پوځ په لیکو او پوځي قرارګاوو کې د طالبانو د نفوذي کسانو او په افغان او بهرنیو سرتېرو د هغوی د بریدونو په اړه د خلکو پخوانیو پوځيانو تر منځ اندېښنې شته.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ