د خوست په میخانیکي انستیتوت کې اتومات بستر کټ جو شو

(Last Updated On: February 23, 2017 7:47 pm)

16923478_1561134080581625_982765004_n

د خوست میخانیکي انسټیټیوټ دوه زدکوونکیو یو داسې بسترکټ جوړ کړی، چې د ناروغ لپاره ټولې اړینې چارې په اتومات ډول ترسره کوي.

زده کوونکي وایي، که ناروغ غواړي په کټ کې کښیني، یا لاسونه پریمنځي او یا ډوډۍ ته میز برابر کړي؛ نو دا ټول د یوې بټنې پر وهلو ترسره کیږي.

دغه کټ دغه راز د  پهرادار  لپاره د امنیتي خبرداری  سیستم هم لري.

 دا بسترکټ د خوست میخانیکي انسټیټیوټ دوه زدکوونکیو د خپلو زدکړو او تجربو له مخې جوړ کړی او یو لړ نوي نوښتونه يې په په ډاګه کړي دي.

د خوست میخانیکي انستیتوت زدکوونکی اسلام نبي وایي، دا بسترکټ د ناروغ لپاره په اتومات ډول پر کېیناستو، لاس مینځلو، ډوډۍ خوړولو د میز پر برابرولو سربېره داسې امنیتي سیستم هم لري، چې پهرادار ته د کوم کس د دېرش مترو په نږدیوالي هغه ته د خبرداري زنګ وهي.

دا زدکوونکی وایي، دا یې لومړی کاري تجربه وه، چې پر تخنیکي وسایلو یې څه باندې پېنځه سوه دالر لګښت شوی؛ خو راتلوونکي کې به د دې یوه بسترکټ، چې په اساسي توګه جوړیږي، لګښت نیم په نیمه کم وي.

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد اکبر تڼیوال وایي، په ولایت کې یې نور نوښت لرونکي زدکوونکي هم شته؛ خو د هغوی د پرمختګ او هڅونې لپاره امکانات لرو.

له دې وړاندې هم د خوست میخانیکي انستیتیوت زدکوونکیو نوښتتونه رامنځته کړي، یوه امنیتي دروازه جوړه شوې، چې د چاودنې له غږ سره په اتومات ډول بندیږي او یوه ځانګړي زانګو، چې د ماشوم له ژړا سره حرکت کوي. 

خبریال: فریدالله ظاهر.

About Ariana News

Check Also

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:18 pm) ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې …