د افغان پوست د پراختیا لپاره لازم کارندی شوی

(Last Updated On: October 14, 2019)

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولینو (د اکتوبر نهمه) د پوست نړیوالې ورځې په نمانځغونډه  کې ویلي؛ توانیدلي، چې له ۱۴۰ میلیون افغانیو څخه خپل عواید ۸۰۰ میلیون افغانیو ته  لوړکړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه جذب کړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي؛ مونږ هڅه کوو، چې د پوستي خدمتونو د ښوالي لپاره نور هم کار وکړو او چارې زیاتره برښنايي او خدمتونه مو سم کړو.

 د افغان پوست اداري مسوولین وايي؛ د افغان پوست د پراختیا لپاره بنسټیزو کارونو ته اړتیاده. د ټول هېواد په کچه ۴۶۳ څانګې مو هڅې کوي. هڅه کوو، چې د پوست سیستمونه برښنايي کړو، چې خپلو مشتریانو ته معیاري خدمتو نه ورسوو.

د افغان پوست رییس محمد وحید وایسي څرګنده کړې، چې په تېرو پېنځلس کلونو کې کله، چې افغانستان ته تکنالوژۍ راغله؛ نو د حکومت لخوا افغان پوست هیر کړای شو. اوس مو ورته بېرته له سره هڅې پیل کړي او غواړو، چې خپل خدمتونه معیاري کړو.

د افغانستان د پوستي خدمتونو د تنظیم اداري مسوولینو هم ویلي، چې د هېواد په کچه نږدې لس خصوصي شرکتونو د پوستي خدمتونو په برخه کې جوازونه تر لاسه کړي او د پوست په برخه کې میلیونونه دالر پانګونه تر سره شوې ده.

د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس صمد مصلح ټینګار کړې؛ هغه شرکتونه، چې په دې برخه کې غواړي فعالیت وکړي باید په میلیونونه دالر پانګونه وکړي او همداراز ترې بانګۍ ضمانت هم اخستل کیږي.

که څه هم د افغانستان د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولین وايي، چې په هېواد کې نږدې اویا سلنه پوستي خدمتونه شته؛ خو د چارو پوهان په افغانستان کې پوستي خدمتونه له صفر سره مساوي یادوي.

خبریال:  اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

په لومړي ځل په هېواد کې یوه سوداګریزه سړخونه جوړه شوه

(Last Updated On: November 14, 2019)په لومړي ځل په هېواد کې یوه ستره سوداګریزه سړخونه …