د افغانستان کانونه د اقتصادي ودې لپاره کارول شوي نه دي- سرور دانش

(Last Updated On: April 01, 2017 7:46 pm)

sawar20danish

د ولسمشر دوه یم مرستیال مني، چې افغانستان له هیڅ کان څخه د اقتصادي ودې لپاره سمه استفاده نه ده کړې.

له یوه کال څخه ډېره موده وشوه، چې د کانونو او پترولیم وزارت د یوې سرپرستې لخوا اداره کیږي؛ خو د وزیر پر ځای بیا هم دې ادارې ته نوی سرپرست وروپېژندل شو.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د افغانستان کانونه  ارزښتناکه سرچینې ګڼي او وایي، د اقتصاد په ډګر کې د ځان بسیاینې لپاره ښې سرچینې لرو؛  خو حکومت نه دی توانیدلی، چې له دې سترې پانګې ګټه پورته کړي.

د نوموړي په وینا؛  کانونه د هېواد ملي شتمني ده. زیاترو مواردو کې د هېواد کانونه د ډاراچوونکیو، مافیایي کړیو او سیمه ییزو زورواکانو لخوا د جنګي ماشین د  چالان ساتلو لپاره لوټ کیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت نوې سرپرسته  نرګس نهان ډاډ ورکوي، چې د کانونو د سمې کارونې لپاره به خپلې هڅې  ګړندۍ کړي، چې هېواد پر ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت نوې سرپرسته آغلې نهان به ولسي جرګې ته د باور رای د اخیستو لپاره وروپېژندل شي؛ خو د هغې په وړاندې ستره ننګونه د کانونو د لوټ او تالان مافیاوې دي، چې هره ورځ میلیونونه افغانۍ په دې توګه د غلو جیبونو ته ځي.

خبریاله : لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …