بلخ @ps
د افغانستان د له منځه وړلو لپاره د دښمن هڅې بې ګټې دي- غني
ولسمشر غني بلخ ولایت ته د نوي ښوونیز۱۳۹۶ کال د پیل په مراسمو کې د ګډون په موخه سفر کړی او په ډاګه کړې یې ده، چې د افغانستان د له منځه وړلو لپاره د دښمن هڅې بې ګټې او دغه هېواد به بیا هم د مرکزي آسیا د یوې برخې په توګه ژوند وکړي.
ولسمشر بلخ ته په سفر کې دغه راز د نوی ښوونیز کال د ښوونځي زنګ په کړنګولو پیل کړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ترهګرو ته خبرداری ورکړ، چې ور سره به هیڅ راز معامله ونه شي.
ولسمشر په ډاګه کړې، چې، دښمنانانو د لارو په بندیدو فکر کړی و، چې افغانستان به په اقتصادي کلابندي کې راولي؛ خو دې آرمان ته ونه رسیدل.
هغه ټینګار وکړ؛ چا، چې د نظام په وړاندې وسلې پورته کړي، د خلکو او حکومت دښمنان دي او په وړاندې به یې مبارزه وشي.
په همدې حال کې د افغانستان اقتصادي، ښوونیز او امنیتي پرمختګونه په ځانګړې توګه د بلخ د بحث وړ مساله وه.
ولسمشر غني وایي، د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره به هڅې تیزې شي او چا، چې د افغانستان په وړاندې وسله پورته کړې، ځپل یې اړین دي.
د بلخ والي عطا محمد نور یو ځل بیا په نږدې راتلونکې کې له خپل مقام څخه پر استعفا ټینګار وکړ او وایي، په ټول هېواد کې د سمونونو راوستو لپاره استعفا کوي؛ خو د ولسمشر غني ځواب د هغه د دې پرېکړې په وړاندې د پوښتنې وړ دی.
بلخ ته د ولسمشر غني د سفر موخه د (نور تالار) پرانیسته وه، چې د دوه زره کسانو د ځاییدو وړتیا لري. د ښوونځي د زنګ کړنګول د نوي تعلیمي کال لپاره او د روضې د جومات پرانیسته د هغه د سفر نورې موخې وې د روضې جومات د اووه میلیون دالرو پر ارزښت جوړ شوی، چې اووه زره او پېځه سوه کسان په کې په یوه وخت لمونځ کولی شي.
بلخ @ps
ايتالوي سيلانيانو د افغانستان په بلخ ولايت کې له تاريخي سیمو ليدنه وکړه
د یکشنبې پر ورځ د بلخ له تاریخي آثارو څخه د لیدونکیو یوې ډلې ایتالوي سیلانیانو څرګنده کړې، چې د ډاډمن امنیت له کبله بریالي شوي، چې په تېرو نهه ورځو کې له بامیان، هرات او کابل ولایتونو څخه هم لیدنه وکړي.
د نهو بهرنيو سيلانيانو دغه ډله وايي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال يې د دغه هېواد د خلکو له فرهنګ او دودونو سره مينه پيدا کړې ده.
دې سیلانیانو، چې د بلخ ولایت له تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو څخه د لیدنې لپاره مزارشریف ښار ته سفر کړی څرګندوي؛ له نهه ورځو راپدیخوا یې په افغانستان کې له تاريخي آبداتو لیدنه کړې او له باميانو، هرات او کابل وروسته اوس بلخ ته راغلي دي.
ایتالوي ګرځندوي لوکا په ډاګه کړې؛ زه ډېر ښه احساس لرم. زه له دې افغاني جامو سره د آرامۍ احساس کوم. دا جامې په ګرم موسم کې ډېرې ښې دي. واقعاً دا جامې د افغانستان د اقلیم لپاره جوړې شوي دي. کله، چې زه بېرته ایتالیا ته لاړم دا جامې به هلته هم کاروم.
ایتالوي ګرځندویه راضیه وایي؛ زه ترکي الااصله ایتالوۍ یم. اوس افغانستان ته راغلې یم او د دې ښکلي هېواد له لیدو ډېره خوښه یم. دا هغه څه دي، چې ما د دې هېواد د ښکلا په اړه اوریدلي وه. زه دلته د دې ځای پر لیدو حیرانه یم.
دغه بهرني سیلانیان وايي، چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم فکر کیږي؛ خو تېره اوونۍ مو د خپل سفر په بهیر کې د افغان ټولنې مثبت واقعیتونه ولیدل.
ایتالوي ګرځندوی رابرتو څرګنده کړې؛ زه واقعیاً ډېر خوشحاله یم، چې دلته راغلی یم او پهدې ښکلي هېواد کې یوو. دا هېواد، چې لرغونی تاریخ او ډېر زوړ فرهنګ لري؛ زه یې رښتیا هم په لیدو خوشحاله یم.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي خبره کوي. او وایي؛ په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرخندوی آمر عبدالړاحد احدي وايي، چې د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ٢٠٠ بهرنيو سيلانيانو بلخ ته سفر کړى دى.
بلخ د هېواد په شمال کې د څه باندې سل لرغونو او تاريخي آثارو او سيمو لرونکی ولایت دي، چې هر کال ګڼشمېر کورني او بهرني سيلانيان ورځي.
حضرت علي کرم الله وجه ته منصوبه مقبره، د مولانا جلال الدین د پلار خواجه پارسا ولي خانقاه او د رابعې بلخي مقره د بلخ ولایت له لرغونو او مهمو ځایونو څخه دي.
دغو ګرځندویانو ويلي؛ په افغانستان کې وضعیت د هغه څه برعکس دی، چې د یو شمېر بهرنیو رسنیو له لارې یې په اړه څرګندونې کيږي.
بلخ @ps
د بلخ په مرکزي روغتون کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول
د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په دې ولایت کې د کانګو پر ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ د عامې روغتیا رییس په خلکو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې پر څرګندولو ويلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجيب الله توانا د کانګو تبې پر وړاندې د همغږۍ په غونډه کې وويل، چې تر اوسه پهدې ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ ولایت د پېنځه سوه بستریز روغتون رییس داکتر نبی الله امیري ویلي؛ دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له څارویو سره له اړیکو ډډه وکړي.
دغه راز د بلخ سیمهییزو چارواکو له رسنیو او د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې له عامې روغتیا ریاست سره دې د خبرتیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
د بلخ ولایت د کورنیو غړي، چې خپلوان یې پهدې ناروغۍ اخته شوي، له نورو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د داکترانو لارښوونې دې جدي ونیسي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي ذبيح الله نوراني له رسنيو وغوښتل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ له زيانونو ځانونه خبر کړي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کانګو تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لوی اختر له رارسېدو سره به د څارویو د پیر او پلور په بازارونو کې نوره ګڼه ګوڼه هم پیدا شي.
بلخ @ps
په بلخ هوايي ډګر کې له تېرو ۱۹ میاشتو راپدیخوا د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولین وايي؛ په څه باندې یو کال کې یې د ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو او دری میلیون دالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد په شمال کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، چې په تېر کې له دې هوايي ډګر څخه د سرو زرو او امریکايي دالرو د قاچاق په تړاو ګڼې اندېښنې وې.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له دې هوايي ډګره د سرو زرو او دالرو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر مرستیال عبدالغفار فاروقي څرګنده کړې؛ په تېرو ۱۹ میاشتو کې توانیدلي، چې په دې هوايي ډګر کې د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو او دری میلیون امریکا يي دالرو د قاچاق مخه ونیسي.
د عبدالغفار فاروقي د څرګندونو له مخې؛ د یاد هوايي ډګر ۲۰ کارکوونکیو ته د ازبکستان هېواد له لوري مسلکي زدهکړې ورکړ شوې، چې له همدې کبله په دې هوايي ډګر کې لازمې اسانتیاوي رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي؛ د هوايي ډګر برښنا له ۲۰ کلونو وروسته د جنراتوري برښنا پرځای له ښاري برښنا سره ونښلول شوه، چې له دې کار سره د ډېرلګښت مخه ونیول شوه.
په مزارشریف ښار کې د جلالدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې د آلمان او عربي متحده اماراتو پر مالي مرسته جوړ او پر پوره تجهزاتو سمبال دی.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان بلوچستان میشتو افغانانو ته د وتلو ګواښ وکړ