د افغان سولې امریکایي استازی خلیلزاد کابل ته راځي

(Last Updated On: March 30, 2019)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا ته له اروپا څخه د کابل پر لوري را خوځيږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي؛ خلیلزاد به له افغان حکومت له مشرانو او سیاسیونو سره د امریکا او طالبانو تر منځ پر خبرو بحث وکړي او دوی به د سولې په اړه  د یو هر اړخیز پلاوي جوړولو ته وهڅوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي، چې مونږ به هغه وخت بریالي شو، چې د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره شي. په دې هیله، چې خلیلزاد دا ځل د یادو خبرو زمینه د حکومت، سیاسي ګوندونو او د افغانستان د مشرانو په ګډون رامنځته کړي.  

ولسمشر اشرف غني هم د سولې په خبرو کې د یوه غښتلي دریځ او یو موټي دریځ د خپلولو لپاره له ځینو هغو سیاستوالو سره خبرې پیل کړي، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو پر یوه میز ناست ول.

د ولسمشرۍ ویاند محمد هارون  چخانسوري وايي، چې ولسمشر غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، استاد سیاف، سروردانش، محمد کریم خلیلي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې د دې ناستې موخه داوه، چې د سولې بېلابېلې هڅې دې نږدې شي او له نورو سیاسي اړخونو سره به هم ورته خبرې کیږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د خپل روان سفر په لړ کې لومړی اروپا ته ولاړ او له بریتانوي چارواکو سره یې پر افغان سوله له خبرو وروسته په بروکسل کې د ناتو له عمومي منشي سره هم وکتل.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې  اړتیاده، چې په سیمه او نړۍ کې د رښتینې سولې لپاره ګډې هڅې ډېرې شي او مونږ د سولې خبرو د پایلو لیدونکي شو.  

زلمی خلیلزاد، چې په قطر کې له طالب استازیو سره شپږم پړاو خبرې په مخ کې لري، پاکستان، اربکستان او اردن ته هم به سفرونه وکړي.

خبریال: خالد نیکزاد

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

(Last Updated On: December 6, 2019)نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ …