عاجل خبرونه

د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۶۱ کسان زیانمن شوي

(Last Updated On: March 30, 2019)

د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له کبله دوه دېرش کسان مړه شوي او نهه ویشت ژوبل دي.

افغانستان، چې څو پرلپسې کلونو سختې وچکالۍ ځپلي، تېر ژمی په کې ډېرې واورې ووریدې او د پسرلي د موسم له پیل سره سیلابونو را ووتل او سلګونه کورنۍ یې بې مېنو کړې.

د هرات په څوارلس، د فاریاب په پېنځه، د سرپل په څلور د بلخ په پېنځه او د بادغیس په څلور ولسوالیو کې زورور سیلابونه راوتلي، چې پر مالي زیانونو سربېره یې دوه دېرش کسان مړه کړي او نهه ویشت ټپیان دي.

دغه راز پېنځه سوه کورنۍ یې له کبله بیځایه شوي او دغو سیلابونو پراخي کرنیزې ځمکې هم شاړې کړې دي.  

له طبیعي پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال اسلم سیاس وايي، چې وروستیو سیلابونو هرات، فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونه ځپلي او د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې ولایتونو کې پېنځه سوه کورنۍ بیځایه شوي او مېنې یې له لاسه ورکړې دي.

له یوې خوا بیځایه شوې کورنۍ بیړنیو او جدي مرستو ته اړتیا لري او له بلې خوا د هوا پېژندنې ادارو په لویدیځو او سویلي ولایتونو کې د نورو سختو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.

ښاغلی سیاس زیاتوي، چې له سیلاب ځپلو سره یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرستې کړي او د زیانمنو کورنیو سروې لا روانه ده.

هغه دغه راز ویلي؛ په دې اړه زمونږ سروې بشپړه شوې نده، چې څومره کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او وروسته به هم مرستې روانې وساتل شي.

سیلاب ځپلیو ته د لاسرسي لپاره اړوند بنسټونو په اجرائیه ریاست کې ځانکړې ناسته تر سره کړې ده . دغو بنسټونو ویلي، چې د ۲۳ ولایتونو په وروستیو سیلابونو کې ۳۲ کسان مړه شوي، ۱۲ کسان ورک او ۲۹ نور ټپیان دي. دغه راز په دغو سیلابونو کې ۱۸۶۰ کورونه بشپړ له منځه تلي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا یوازې د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې سیلابونو څلور سوه دوکانونه او یو زر و پېنځه سوه کورونه ویجاړ کړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

خلک د ناقانونه حکومت زغم نلري- حکمتیار

(Last Updated On: December 6, 2019)په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو پر ضد د لاریونو …