عاجل خبرونه

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په نننیو(دوشنبه د لړم ۲۸) خبرو کې په ډاګه کړې، چې شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده. 

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي زلمي خلیلزاد ولسمشر اشرف غني ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې  ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدل کتل نن له غرمې مخکې په ګلخانه مانۍ کې تر سره شول او داکتر زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپل سفر او په قطر کې له طالب استازیو سره د لیدنې په اړه هر اړخیز راپور ورکړ او دغه سفر یې مثبت وارزاوه.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانانو تر منځ د سولې خپلمنځي مذاکراتو د پیلولو لپاره به د امریکا متحده ایالاتو هڅې ادامه ولري او مونږ به د دغو مذاکراتو په بهیر کې  ممد رول ترسره کړو.

داکتر خلیلزاد څرګنده کړې، چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او په دې اړه هر راز همکاریو ته چمتو دی .

دغه راز ولسمشر غني له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د هېواد له سیاسیونو او د بېلابېلو اقشارو له استازیو سره د سولې په اړه ناستو ته په نغوته کې ویلي؛ سوله د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه او د حکومت  له لویو موخو ده، مونږ افغانان، سیاسیون او حکومت هم مذاکراتو ته پوره چمتووالی لرو.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …