تازه خبرونه
د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول
له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د ولسمشر اشرف غني په شتوالي کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه اروپا ته واستول شوه.
د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۲) د لاجورد لارې د پرانستې په مراسمو کې د خپل هېواد پر جغرافیاوي ښتون د ټینګار تر څنګ څرګنده کړه، چې د دې لارې له پرانستې سره افغانستان د سیمې د څلورلاري په توګه جنوبي آسیا له مرکزي آسیا او اروپا سره ونښلوله.
په دې مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، آذربایجان، ترکیې او ګرجستان لوړ پوړیو چارواکو هم ګډون درلود.
د لاجورد لارې د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان ترانسپورت وزیر حمید طهماسي او د ترکمنستان د ترانسپورت وزیر اوراز دوردي ټینګار وکړ، چې دغې لارې اروپایي هېوادونو ته نه یوازې د صادراتو زمینه برابره کړه، بلکې دغه لار یوه لنډه لار هم ده، چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې لامل به هم شي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوگوزان ارطغرل هم دا پروژه د افغانستان او نورو غړیو هېوادونو لپاره ګټوره بولي او وایي، چې دا پروژه به د افغانستان او سیمې پر امنیت هم د ټینګار وړ اغېز ولري.
د افغانستان سوداګرۍ خونه د لاجورد لار د افغانستان اقتصاد ته خورا مهمه بولي او څرګندوي؛ دغه پروژه باید د لارې په بهیر کې له پرتو هېوادونو سره قانوني پړاوونه بشپړ کړي، چې افغان سوداګر له دې لارې واردات او صادرات ولري.
دوی وایي، چې لارجورد لار کولی شي افغانستان له ترانزیتي او صادراتي انزوا خلاص کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مهمند وایي: مونږ د حکومت له پورته شوي ګام هرکلی کوو. لدې سره به مو په صادراتو او اقتصادي پراختیا کې ښه والی رامنځته شي؛ خو حکومت باید د دې بهیر د فعال ساتلو لپاره لازم ظرفیتونه برابر کړي.
دوی زیاتوي؛ د دې پروژې لپاره باید پر ظرفیت جوړولو کار وشي، چې افغان سواګر اروپایي بازارونو ته لاسرسی ولري.
د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش وایي: دا لار د افغانستان لپاره خورا اقتصادي ارزښت لري. لدې لارې مونږ کولی شو، چې په آزاده توګه اروپايي بازارونو ته لاسرسی پیدا کړو.
لاجورد لار افغانستان ته د آقینې او تورغونډۍ له بندرونو څخه د ګټې اخیستو زمینه برابروي او له دې لارې څخه په ګټه اخیستنه کولی شو، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه ګرجستان، روسیه، اروپا او تور سمندرګی سره ونښلوي.
د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته ټولې هڅې پر دې را ټولې دي، چې وچه کې را ګیر افغانستان له بېلابېلو لارو او بندرونو څخه په ګټنې له سیمې او نورې نړۍ سره ونښلول شي، مخکې له دې افغانستان پر پاکستان اتکا درلوده،؛ خو اوس دا اتکا یو مخ پای ته رسیدلې ده.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ