عاجل خبرونه

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018)

له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د ولسمشر اشرف غني په شتوالي کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه اروپا ته واستول شوه.

د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۲) د لاجورد لارې د پرانستې په مراسمو کې د خپل هېواد پر جغرافیاوي ښتون د ټینګار تر څنګ څرګنده کړه، چې د دې لارې له پرانستې سره افغانستان د سیمې د څلورلاري په توګه جنوبي آسیا له مرکزي آسیا او اروپا سره ونښلوله.

په دې مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، آذربایجان، ترکیې او ګرجستان لوړ پوړیو چارواکو هم ګډون درلود.  

د لاجورد لارې د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان ترانسپورت وزیر حمید طهماسي او د ترکمنستان د ترانسپورت وزیر اوراز دوردي ټینګار وکړ، چې دغې لارې اروپایي هېوادونو ته نه یوازې د صادراتو زمینه برابره کړه، بلکې دغه لار یوه لنډه لار هم ده، چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې لامل به هم شي.  

په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوگوزان ارطغرل هم دا پروژه د افغانستان او نورو غړیو هېوادونو لپاره ګټوره بولي او وایي، چې دا پروژه به د افغانستان او سیمې پر امنیت هم د ټینګار وړ اغېز ولري.

د افغانستان سوداګرۍ خونه د لاجورد لار د افغانستان اقتصاد ته خورا مهمه بولي او څرګندوي؛ دغه پروژه باید د  لارې په بهیر کې له پرتو هېوادونو سره قانوني پړاوونه بشپړ کړي، چې افغان سوداګر له دې لارې واردات او صادرات ولري.

دوی وایي، چې لارجورد لار کولی شي افغانستان له ترانزیتي او صادراتي انزوا خلاص کړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مهمند وایي: مونږ د حکومت له پورته شوي ګام هرکلی کوو. لدې سره به مو په صادراتو او اقتصادي پراختیا کې ښه والی رامنځته شي؛ خو حکومت باید د دې بهیر د فعال ساتلو لپاره لازم ظرفیتونه برابر کړي.

دوی زیاتوي؛ د دې پروژې لپاره باید پر ظرفیت جوړولو کار وشي، چې افغان سواګر اروپایي بازارونو ته لاسرسی ولري.

د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش وایي: دا لار د افغانستان لپاره خورا اقتصادي ارزښت لري. لدې لارې مونږ کولی شو، چې په آزاده توګه اروپايي بازارونو ته لاسرسی پیدا کړو.

لاجورد لار افغانستان ته د آقینې او تورغونډۍ له بندرونو څخه د ګټې اخیستو زمینه برابروي او له دې لارې څخه په ګټه اخیستنه کولی شو، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه ګرجستان، روسیه، اروپا او تور سمندرګی سره ونښلوي.

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته ټولې هڅې پر دې را ټولې دي، چې وچه کې را ګیر افغانستان له بېلابېلو لارو او بندرونو څخه په ګټنې له  سیمې او نورې نړۍ سره ونښلول شي، مخکې له دې افغانستان پر پاکستان اتکا درلوده،؛ خو اوس دا اتکا  یو مخ پای ته رسیدلې ده.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د کابل په بمي چاودنه کې زیانمن خلک د حکومت همکاري غواړي

(Last Updated On: جنوري 15, 2019) د تېرې شپې( د مرغومي ۲۴) د بمي چاودنې …