د اقتصاد په عالی شورا کې د بدخشان او بلخاب پر کانونو بحثونه وشول

(Last Updated On: August 13, 2018 6:21 pm)

ولسمشرۍ وايي، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ  په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ د اقتصاد عاللي شورا د یکشنبې پر ورځ(د زمري ۲۱) د ولسمشر په مشرۍ غونډه ترسره کړه، چې د بدخشان او بلخاب د سرو زرو او مسو د کانونو د داوطلبۍ په تړاو په کې بحثونه وشول.

د خبرپاڼې له مخې؛ په غونډه کې له هر اړخیزو بحثونو وروسته سنتار او ګوموز کمپنیو ته د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه تائید شوه.

ولسمشر غني ویلي؛ دا اکتشافي مرحله ده او باید واضح شي، چې د اکتشاف پایله څه ده، وروسته له هغې دې مالي تضمینات واخیستل شي.

نوموړي دغه‌شان ټینګار کړی، چې د دې پروژې د امنیت خوندي کولو لپاره به یو روښانه امنیتي میکانیزم هم جوړ شي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …