د جنرال دوستم پر کاروان ځانمرګی برید شوی

(Last Updated On: July 22, 2018 7:48 pm)

 نن مازیګر یو ځانمرګي برید ګر غوښتل د جنرال دوستم پر کاروان برید تر سره کړي؛ خو د امنیتي خنډونو له کبله بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

آریانا نیوز خبریال وایي، هغه مهال، چې د ولسمشر لومړی مرستیال د خپل دفتر پر لوري راوان شو؛ او په سیمه کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه وشوه؛ نو ځانمرګي د هوایي ډګر څلورلاري ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، چې په دې ځانمرګي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

روغتیایي سرچینو ویلي، چې په دې برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي.

جنرال دوستم خلکو ته په وینا کې ویلي؛ مونږ د هوایي ډګر له څلورلاري تېریدو، چې  د چاودنې غږ مو واوریده، چې څه نا څه ۹ کسانو ته په کې زیان رسیدلی دی؛ خو تر دې دمه بشپړه مرګ و ژوبله معلومه نده.

دغه راز ویل کیږي، چې د پېښې قربانیان ملکي او پوځي وګړي دي.

د یادونې وړده، چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم نن مازیګرد ترکیې له څوارلس میاشتني مسافرته هېواد ته راستون شو.  

خبر د بشپړیدو په حال کې دی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …