لوبی
د افغانستان کرکت په یوه ورځني سریزه کې هم بریا ترلاسه کړه
د هېواد کرکت ملي لوبډله په وروستۍ اودرېیمه پنځوس اوره لوبه کي د ایرلند په وړاندي د لوبې ډګر ته ووته او په پای کي یې د اته ویکتو په توپير ماتې ورکړه او د یادو لوبو لړۍ یې ۱-۲ وګټله.
یاده لوبه د هېواد د ملې لوبډلې ۱۰۱ نړیوال یوه ورځنۍ او ټاکونکې لوبه وه او افغانستان پر اته ویکتو په داسې حال کې لوبه وګټله، چې ۱۵۷ توپونه ورته پاتې ول.
افغان توپ اچوونکیو ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې د ایرلند څلور لوبغاړي وسوځول.
وروسته افغان ورو توپ اچوونکیو هم خپله وړتیا وښودله، راشد خان درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول، د دوی تر څنګ افتاب عالم او ګلبدین نایب هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د یادو لوبو غوره لوبغاړی راشد حان وټاکل شو.
افغان کرکت لوبډله به ډک لاس او له یو شمېر ښو تجربو سره بېرته افغانستان ته راسیتنه شسي او له هېواده به یې بیا د آسیا کپ پر لوري روانېږي.
لوبی
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په اوومه لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب لوبډلې ته ۶ د صفر پر توبیر ماتې ورکړه.
د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې د افغانستان اتلانو لیګ اتمه لوبه عینو مېنې وګټله او سرسبز یاشلر افسي ته یې ۴ پر صفر ماتې ورکړه.
د ابو مسلم فراه له لوري سهراب افغان درې ګولونه، امان الله سرداري دوه ګولونه او احمد خالد مجیدي یو ګول ترسره او د ډګر اتلان شول.
سهراب افغان د افغانستان اتلانو لیګ لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې درې ګولونه ووهل او د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
هغه له لوبې وروسته څرګنده کړه: لوبه ښه وه او ما د لوبډلې د غړیو پر همغږۍ درې ګولونه سیالې لوبډلې ته ورکړل.
د ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د ۸ ګولونو پر وهلو د لښتیلیک یا جدول په سر کې ده.
عینو مېنه د اووه ګولونو پر ترسره کولو دوهیم مقام لري.
آهن الله درمان د سرسبز یاشلر افسي لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړ.
درمان د جام له خپلولو وروسته ویلي؛ خوښ یم، چې د عینو مېنې په لوبډله کې د کندهار د خلکو استازیتوب کوم او خپلو خلکو ته خوښۍ راوړم او دا بریا او جایزه د کندهار ټولو ولسونو په ځانګړي توګه خپلې کورنۍ ته وړاندې کوم.
د عینو مېنې لوبډلې له لوري آهن الله درمان ۲ ګولونه وهلي؛ احمد نبي مقدس او رامین حمیدي یو ـ یو ګول وهلی دی.
د سرسبز یاشلر افسي لوبډلې مشر روزونکي د لوبډلې پر ماتې خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د لوبډلې د ماتې لامل د تجربه لرونکیو لوبغاړو نشتوالی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ هیله ده، چې په راتلونکیو سیالیو کې یې لوبډله ښه وځلیږي.
د چارشنبې په سیالۍ کې، چې د غرمي پر ۱:۰۰ پیلیږي؛ سرخ پوشان خوافي به له اټک انرژي افسي سره لوبه وکړي. په داسې حال کې، چې استقلال کابل افسي به له غرمې وروسته ۳:۳۰ له موج ساحل افسي سره نهمه لوبه ترسره کړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړهراکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.
د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.
عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.
نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم افسي ته ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
په دوهیمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوهویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د جوانانواحدي او موجساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.
دوهیمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ شي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ