عاجل خبرونه

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبان او داعش ښکېل شوي

(Last Updated On: جولای 14, 2018)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ادعا کړې؛ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ له هغې وروسته جګړې زور واخیست، چې طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې درې داعشیانې له جنسی تېري وروسته ووژلې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي، طالبانو له داعش څو کلي نیولي او هغه درې داعشیانې یی تر ډله ییز جنسي تېري وروسته وژلي، چې د داعش غړې او د چیچنیا او اوزبکستان تابعیت یی درلود.

د جورجان په درزاب ولسوالې کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه له درې ورځو را پدیخوا روانه ده.

طالبانو پر داعشي ښځو د دوی د ملګرو له خوا جنسي تېری رد کړی دی.

چارواکي وايي، د داعش او طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو لوریو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان والي ویاند محمد رضاغفوري وايي، د طالبانو او داعشیانو تر منځ په نښته کې د دواړو لوریو اتلس کسه وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي.

چارواکي وایي، له ۵۰۰ ډېر داعشیان د درزاب په سر دره کلي کې د طالبانو له خوا کلابند شوي او دواړه خواوې د جګړې له پاره چمتووالی نیسي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه عدلي او طبي سرچینو پر داعشي ښځو د جنسي تېري په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام مهال د …