د افغانستان د مارشال فهیم تر مقبرې لاندې روږدو کسانو ډډې لګولي

(Last Updated On: جون 5, 2018)

د کابل په سرای شمالي کې د افغانستان د مارشال محمد قسیم فهیم تر مقبرې لاندې شاوخوا دوه زره په نشه يي توکو روږدو کسانو د قبرونو شناختو ډډې لګولي دي.

 د سرای شمالي په دغه هدیره کې شاوخوا دوه زره معتاد کسان د مرګ په تمه شپې او ورځې تېروي. دوی ځیني سپیان هم پر نشه يي توکو روږدې کړي او ګام پر ګام ورسره پراته وي.

داسې ګنګوسې هم شته، چې د دغې سیمې یو شمېر معتادان له قبرونو مړی راباسي او پر دې پلمه، چې خپل ولایت ته یې لیږدوي او د لارې کرایه نلري؛ له خلکو پیسې راټولوي او مړی یې د سرک پر سر ايښی وي، خو ځينې معتادان دا یوازې ګنګوسه بولي.

پر نشه يي توکو روږدی وایي: دولت او رعیت دواړه مو د خپلو ګټو لپاره کاروي؛ پیسې مو اخلي؛ خو ځای راته نه په ګوته کوي، چې آرامه خپل عمل په کې ووهو.

ځينې مسوول بنسټونه په سیمه کې د راټولو شویو معتادانو د ځورولو هڅه کوي؛ خو داسې بریښي، چې د ستونزې بنسټیز حل د معتادانو درملنه او د نشه يي توکو د پلورونکیو نیول دي.

یو بل روږدی وایي: جنایي آمر، د حوزې آمر ان سرتېرو او پولیسو ټول د مخدره توکو له پلورونکیو سره لاس لري او پیسې اخلي؛ چې دا توکي پیدا نشي، څوک به څه ووهي.    

د سیمې اوسیدونکی امام الدین وایي: دا یوه ټولیزه سوداګري ده. له ماښام وروسته دلته یو شمېر کسان راځي او دغه سوداګریز بازار یې تود کړی دی.

د سیمې یو کسبګر وایي: روږدې کسان د بوټانو په ګډون، چې له جوماتونو یې پټوي راوړي او پلوري یې؛ دا خلکو ته یوه ډېره بده سرخوږي ده، چې دوی رامنځته کړې ده.  

دغه حالت له پولیسو هم لاره ورکه کړې او نه پوهیږي، چې څه وکړي؛ نو، ځکه په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کوي.

ځينې روغیتايي ډلې هم لیدل کیږي، چې د روږدو تر منځ د وژونکیو ناروغیو تشخیص وکړي؛ پرته له دې، چې کوم روغیتايي مرکز ته یوړل شي.

داکتر ممتاز وایي: زمونږ موخه داده ، چې د ناروغیو نښې د درملنې لپاره په ډاګه او وپېژنو. لکه اچ ای وي، تور زیړی، سپین زیړی، چې ډېر زیانمن دي.

پر نشه يي توکو روږدې کسان وايي، چې یوازې د سرای شمالي په ادیره کې د ورځې څو کیلو نشه يي توکي څکول کیږي. د نشه يي توکو پلورونکي درې وخته سهار وختي، غرمه او مازیګر مهال دغې سیمې ته ځي او نشه يي توکي پلوري.

دا یوازې یوه ادیره نه ده، چې پر نشه يي توکو د روږدو سلګونه کسانو پر تمځي او استوګنځای اوښتې، بلکې د ښار په بېلا بېلو سمیو کې د روږدو کسانو مشخص ځایونه او ادیرې شته، چې زرګونه کسان په کې نشه يي توکي څکوي او د خوب لپاره یې مناسب ځایونه بولي.

خبریال: شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …