د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د طالبانو له کمین روغ رمټ ووت

(Last Updated On: جون 4, 2018)

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم  تېر ماښام د بلخ- جوزجان پر لویه لار د طالبانو له کمین روغ رمټ وتلی دی.

د شبرغان ښاري ګارنیزیون مرستیال عبدالصمد رحماني ویلي، چې د طالبانو له لوري د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال ملاجبار په مشرۍ ۱۰۰ طالبانو په چکش نومې سیمه کې  کمین نیولی و؛ خو د باتور دوستم د ساتونکیو له بشپړ ټینګار سره مخ شول.

که څه هم د جوزجان والي ویاند له دغې پېښې بې خبري ښیي؛ خو د ښاغلي رحماني د څرګندونو له مخې؛ له باتور دوستم سره په نښته کې دوه طالبان وژل شوي؛ دوه موتر سایکله او یو شمېر مهمات د نوموړي د ساتونکیو لاسته ورغلي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو جسدونه په اړوند سیمه کې پاتې ول؛ خو د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب ور وسپارل شول.

طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خبریاله: فریده امیني

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې د یو طالب قاضي په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

(Last Updated On: دسمبر 18, 2018) د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې امنیتي …