عاجل خبرونه

د افغانستان لپاره د ناتو رول او ماموریت له ستر اهمیته برخمن دی- د امریکا استازې

(Last Updated On: مې 27, 2018)

په ناتو کې د متحده ایالاتو استازې ویلي، چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د ناتو ماموریت او رول له ډېر ستر اهمیته برخمن دی. د سولې او پرمختګ لپاره افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ښوونه، مشوره او ملاتړ هم زمونږ اړتیا ده.   

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسنیز مرکز کې د امریکا، کانادا او انګلستان سفرانو ګډه ناسته تر سره کړه او د ناتو پر ځواکمنتیا او یووالي یې ټینګار وکړ.

په ناتو کې د متحده ایالاتو سفره کي بیلي هاچینسن وایي: زه له هغه وخته ، چې په ناتو کې مې د سفیرې په توګه کار کړی دوه ځلې افغانستان ته تلې یم. ما په رښتیا د ناتو ځواکونو د ماموریت ځواکمن پرمختګ لیدلی دی. په افغانستان کې مو د ګډ ماموریت موخه له ترهګرۍ او تروریزم سره مبارزه ده.

له بلې خوا په ناتو کې د انګلستان سفیرې سارا مکنتاش هم د دغه سازمان او ټولنې له غړیو وغوښتل، چې د افغانستان د دفاعي ودې لپاره باید ډېر ځواکونه ولیږل شي.

میرمن سارا څرګنده کړې: زه له خپلو همکارانو غواړم، چې افغانستان ته د دفاعي وړتیاوو د لوړولو لپاره باید ډېر ځواکونه ولیږل شي.

هغې دغه راز په سیمه او نړۍ کې پر امنیتي پانګونې هم ټینګار وکړ او وایي: مونږ پوهیږو، چې امنیت مو د سیمې او نړۍ له امنیت سره تړلی دی؛ خو د خلکو د خوندیتوب لپاره مونږ باید په نړۍ کې امنیتي پانګونه وکړو.

دغه راز میرمن هاچینسن ټینګار وکړ، چې د امریکا تلپاتې ژمنه (امنیتي چتر) دی، چې په امنیتي تاریخ کې یې یو غوره او بریالی شتون او یووالی دی.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د افغان ځواکونو پیاوړي کول د تروریزم په وړاندې له اهمیته ډک کار وګاڼه او زیاته یې کړه؛ د ناتو موخه داده، چې سږکال باید په افغانستان کې ۱۶ زره پرسونل ولرو، چې د تېر کال په پرتله به پرې درې زره ډېر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د امریکا دایمي استازي ویلي وه، چې پاکستان باید د طالبانو د ورانوونکیو هڅو په شنډولو کې له متحده ایالاتو سره مرسته وکړي.

خبریال: نورالله بابکرخیل

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …