عاجل خبرونه

د جوزجان په درزآب کې ۱۴ سرتېرو غذایي اعتصاب کړی

(Last Updated On: April 23, 2018 7:48 pm)

د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې یو شمېر سرتېرو د درندو وسلو او تجهیزاتو د نه درلودو له کبله د ډوډۍ نه خوړلو پرېکړه کړې ده.

دوی وايي، چې تر هغې به اعتصاب روان وساتو، چې ستونزه یې حل شي.

د ملي اردو یو شمېر سرتېري، چې د جوزجان د درزآب ولسوالۍ په مرکز کې دنده لري وایي، څوارلس میاشتې کیږي، چې په دې پوسته کې دنده لري؛ د تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي او بل ځای ته د تبدیلۍ غوښتنه یی هم نه ده منل شوې.

دوی زیاتوي؛ که داعش ورباندې برید وکړي د مقاومت له پاره هیڅ نه لري.

میرویس نومي سرتېري په ډاګه کړې، چې له درې ورځو را پدیخوا مو په پوسته کې څوارلس سرتېرو غذایي اعتصاب کړی او  تر هغې به روان وي، چې ستونزه یې حل شي.

په جوزجان کې یو شمېر مدني فعالان هم پر حکومت نیوکه کوي او د دوی د ستونزې د ژر حل غوښتونکي دي.

په جوزجان کې  مدني فعال نور محمد نور وایي: چارواکي باید دغو سرتېرو ته تجهیزات برابر او هر ډول مرسته ورسره وکړي.  

د جوزجان والي ویاند عبدالرحمن محمودي له دغه اعتصابه ناخبري ښيي او وایي، چې مهمات او مرستندوی سرتېري سیمې ته لیږل شوي دي.

هغه زیاتوي، دا مرسته یوازې د هوا له لارې شوني ده؛ نو، ځکه کله کله ځنډ رامنځته شي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د سرتېرو اعتصاب ردوي او وايي، په درزآب کې د ناامنیو له کبله د سرتېرو له تبدیلۍ دوې میاشتې تېرې شوي او دا ستونزه به ژر حل شي.

له دې مخکې هم په درزآب ولسوالې کې د ملي اردو سرتېرو د تجهیزاتو او خوراکي موادو د پر وخت نه رسیدو له کبله شکایت کړی و او له مسوولینو یی غوښتي وه، چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …