د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړې جوزجان ولایت ته ورسیده

(Last Updated On: فبروري 10, 2018)

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړې جوزجان ولایت ته رسیدلې او پر اړو او بېځایه شویو کورنیو ووېشل شوې.

جګړې د جوزجان په درزاب او قوش تیپه ولسوالیو کې سلګونه کورني بېځایه کړې او ډېر یې د شبرغان ښار په ځنډه کې له خپلو کورنیو سره په خورا ستونزو کې ژوند کوي.

د بیات بنیاد دا مرسته د دغه بنیاد د مرستیال حاجی محمد اسماعیل له خوا پر اړو او مستحقو کورنیو ووېشل شوه. په دې مرسته کې خوراکي توکي، جامې او د ماشومانو د خوارځواکۍ لپاره غدایي توکي شامل دي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي، بېځایه شویو او اړو کسانو ته اوړه، غوړي، چای ، بوره ، ځواکمن خوراکي توکي او جامې وېشل کیږي.    

 د مرستې ترلاسه کوونکې په خپلو سیمو کې د جګړو پر دوام اندېښمن دي.

درزاب او قوش تیپه په جوزجان کې هغه سیمې دي، چې داعش او طالبان په کې ښکېل شوي او ډېرو خلکو یې خپل کورونه پريښي دي.

د جوزجان اوسیدونکی عبدالسلام وایي، دا خلک ډېر دردیدلي او بېوسه دي.

بیات بنیاد هرکال په ژمي او په بېړنو حالاتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراړو، مستحقو او بېځایه شویو کورنیو مرسته وېشي.

دغه بنیاد همدا راز د بشري مرستو ترڅنګ د  روغتونو، روغتیایي مرکزونو او بی سرپرسته ماشومانو له پاره د روزنتونو د جوړولو په برخه کې هم مرسته کوي او د لومړي ځل له پاره یی د  زرګونه هغو کسانو وړیا درملنه کړې، چې د اوریدو ستونزه یی درلوده.

بیات بنیاد مرستې هرکال د ژمي په را رسیدو له کابله پیلیږي او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ژمي تر پایه روانې وي.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …