عاجل خبرونه

د سیاسي هڅاند وحید مژده مړی خاورو ته وسپارل شو

(Last Updated On: November 21, 2019)

یو شمېر سیاسي هڅاندو ویلي، چې حکومت باید د مژده وژونکي پیدا او پر سزا ورسوي.

د ارواښاد وحید مژده د جنازې په مراسمو کې سیاسي هڅاند له حکومت وغوښتل، چې دا قضیه وڅاري او که یې عاملین پیدا نشي؛ له ولسمشره نیولې ان د  حکومت ټولې اړوند ادارې په دې پېښه کې ګرم دي.

دوی ویلي، مژده ته له دې مرګوني برید مخکې ګواښنې شوې وې؛ خو په وینا یې ولې یې حکومت د ساتنې لپاره اقدام ونکړ.

سیاسي هڅاند موسی فریور ویلي، چې وحید مژده مخالفینو ندی وژلی. نوموړی هغه چا وژلی، چې ځان د آزادۍ ساتونکی بولي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ باید د مژده قاتلین د محکمې میز ته راکاږل شي؛ ځکه، چې پېښه په کابل کې شوې او د ملي وحدت حکومت یې باید ځواب ورکړي.

وحید مژده په سیاسي بحثونو کې تل پر حکومت نیوکې کړي او له دې پېښې وړاندې د سیاسي چارو بل  فعال حسن حقیار هم په پل آرتل سیمه کې د وسلوالو په برید کې ټپي شوی و.  

د یادونې ده، چې د سیاسي چارو هڅاند وحید مژده د چارشنبې پر ماښام( د لړم ۲۹) د دوه موتر سایکل سپرو لخوا پر ډزو وژل شوی دی.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

(Last Updated On: December 5, 2019)د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په …