عاجل خبرونه

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)

چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د مزار شریف ښار ته نږدې د حیرتانو د دوه لاري په اړوند سیمه کې را لویدلې ده.

د بلخ د امنیه قومندانۍ او شاهین قول اردو ویاندویانو دا خبر تائید کړې؛ خو پدې اړه ډېر جزئیات نه ورکوي.

د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودو پر شرط ویلي، چې په چورلکه کې اته کسان ناست ول او ټولو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، چورلکه د تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله لویدلې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې پر( قومي چاڼ) تورن شو

(Last Updated On: November 11, 2019) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې د …