د حیرتان ښارګوټي د کمیسار او امنیت مدیر تر منځ نښته شوې

(Last Updated On: September 17, 2018)

یوې ډاډمنې سرچینې آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د بلخ ولایت په سرحدي ښارګوتي حیرتان کې د دغه ښار د کمیسار او امنیت مدیر د ساتونکیو ترمنځ په وسلواله نښته کې ۲ کسان ټپیان شوي او دوه نور  نیول شوي دي.

د دغه بندري ښارګوټي کمیسار حبیب الله ګذر ویلي؛ تېره شپه هغه مهال، چې د خپل کور پر لوري روان و د دغه ښار امنیت مدیر سعید محمد نور یې د ساتونکیو پر موترو برید وکړ؛ خو سعید محمد نور په دې اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې، چې یو شمېر فیسبوکي فعالانو د دغې نښتې لامل د ډېرو سرو زرو قاچاق ګڼلی دی.

د دغه ښار د پولیسو قومندان او د ښارګوتي رییس د یادې نښتې په اړه بې خبري ښیي.

حبیب الله ګذر د حزب جمعیت اسلامي د پخوانی قومندان میرامان الله ګذر زوی دی او سعید محمد نور د بلخ د پخواني والي او د حزب جمعیت اسلامي د اجرائیه رییس عطامحمد نور وراره کیږي.    

About Ariana News

Check Also

د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي

(Last Updated On: May 21, 2019)د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر …