د حیرتان او آقینې بندرونه د وسایطو پرمخ پرانیستل شول

(Last Updated On: July 23, 2018 4:16 pm)

له هغې وروسته، چې د ولسمشر لومړي مرستیال له خپلو ملاتړیو څخه د لارو او سوداګریزو بندرونو د خلاصون غوښتونه وکړه؛ د حیرتان او آقینې بندرونه د وسایطو او مامورینو پرمخ پرانیستل شول.

د حیرتان او آقینې بندرونه د جنبش ګوند ملاتړیو د قومندان نظام الدین قیصاري د راخوشې کولو او له ترکیې څخه د جنرال دوستم د راستنولو لپاره تړلي وه؛ خو پرون د جنرال دوستم له راتګ سره سم د نوموړي له غوښتنې وروسته نن بېرته پرانیستل شول.

د بلخ د سوداګرې او صنایعو رییس وايي، د بندرونو تړل کیدو سوداګر میلیونونه دالر زیانمن کړل.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رییس شېراحمد سپاهي زاده وایي؛ څو ورځې بندرونه تړل شوي پاتې ول، چې دولت ور سره اقتصادي زیان ولید او سوداګر هم میلیونونه دالر زیانمن شول.

یو شمېر سوداګر وايي، یوه میاشت نور وخت ته اړتیا ده، چې اړوند کارونه مو بېرته پخواني حالت ته راوګرزي.

سوداګر سید طاهر روشن زاده زیاتوي، یو شمېر توکو خپل بازار له لاسه ورکړی او ځینې یې هم خراب شوي دي.

سوداګرو په ډاګه کړې؛ د حکومت داخلي لانجې باید خلک او سوداګر زیانمن نه کړي او دولت باید په راتلونکې کې د دا ډول حرکتونو مخه ونیسي، چې د هېواد صادرات او واردات زیانمن نشي.

About Ariana News

Check Also

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: September 20, 2018 12:46 pm) د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې …