عاجل خبرونه

د بیات بنیاد د رمضاني مرستو لړۍ د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي ته ورسیده

(Last Updated On: جون 7, 2018)

د بیات بنیاد له مرستو د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي ښوونکي، کارګران او زدکوونکي برخمن شول.

بیات بنیاد هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اړمنو کسانو لاس نیوی کړی، چې دا ځل دغه بنسټ د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي له ښوونکیو، زدکوونکیواو کارګرانو سره د اوړو، غوړیو او وریجو مرسته وکړه.

د بیات بنیاد لوی رییس احسان الله بیات د دې مرستو د وېش پر مهال وویل، هڅه کوي پخپلو مرستو تر یوه بریده د ښوونکیو، زدکوونکیو او کارکوونکیو ستونزې حل کړي. پخپل وخت د افغانستان د ګوټ ګوټ اړمنو کسانو ته د دغو مرستو لړۍ رسول د دغه بنسټ یو مهم لومړیتوب دی.

د نوموړي په وینا؛ دغه مرستې تر ډېره هغو کسانو ته وېشل کیږي، چې اړمن دي.

د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي مدیره سلطانه نوري وایي، که نور مرستندویان هم د اړمنو کسانو مرستې ته ورودانګي بېوزلي کمیږي.

کومو کسانو، چې مرستې تر لاسه کړي وایی، اقتصادي فشارونو یې ستونزې ډېرې کړي دي.

مسوولین وایي، ټاکل شوې، چې په نورو ورځو کې څو نورې مرستې هم  پر اړمنو کسانو ووېشل شي. بیات بیناد هرکال د هېواد په بېلابیلو سیمو کې له خلکو سره مرستې  کړي، روغتیایي مرکزونه او عامه تاسیسات یې جوړ کړي او د  طبیعي ناورینونو د زیانمنو شویو  لاس نیوی یې کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …