عاجل خبرونه

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)

د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ تر هغې، چې امریکا ته د افغانستان له لوري د ګواښ نه رامنځته کیدو بشپړ ډاډ تر لاسه نشي امریکایي ځواکونه به له دې هېواده ونه وځي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس بلخ ولایت ته د امنیتي ګواښونو د څېړلو لپاره سفر کړی او وایي، که د سولې بهیر له خنډ سره مخ شي؛ ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي.  

د امریکا دغه چارواکي زیاته کړې؛ د راروانو ټاکنو د امنیت په خوندي کولو کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکاري وکړي، چې ټاکنې خوندي او ډاډمنې تر سره شي.

د امریکا سفیر جان بس وایي: مونږ ته سوله او ټاکنې دواړه غوره دی؛ خو د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده او له همدې کبله مونږ ته هم لومړیتوب لري. که د سولې بهیر له خنډ سره مخ شي؛ باید ټاکنې پخپل وخت تر سره شي او  مونږ هم د ټاکنو د بهیر د امنیت خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.  

ښاغلي جان بس د آریانا نیوز خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې حاضر یاست، چې د افغانستان له خاورې خپل ځواکونه وباسئ ویلي؛ تر هغې، چې امریکا ته د افغانستان له لوري د ګواښ نه رامنځته کیدو بشپړ ډاډ تر لاسه نشي امریکایي ځواکونه به له دې هېواده ونه وځي.

د سفیر د څرګندونو له مخې؛ د ځواکونو ایستل د طالبانو له هغې ژمنې سره تړاو لري، چې د ګواښونو په اړه امریکا ډاډمنه کړي؛ خو مونږ به د داعش په وړاندې له افغانان ځواکونو سره خپله همکاري روانه ساتو.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وایي، چې د ټاکنو د نږدې کیدو په درشل کې د کندوز، جوزجان او سرپل طالبان د دې ولایت له طالب ځواکونو سره یوځای شوي او هڅې کوي، چې نه یوازې د بلخ – شبرغان لویه لار، بلکې د بلخ ولایت یو شمېر ولسوالۍ هم نا امنه کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانۍ څرګنده کړې، چې په ورستۍ یوه اوونۍ کې یې د بلخ ولایت د بېلابېلو برخو ۹۸ وسلوال طالبان وژلي او ۱۷ نور ټپیان دي.

ولسمشر غني هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټينګار کړی، چې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کېږي او د سولې لپاره له ټاکنو تیریدلی نشي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …