عاجل خبرونه

د غزني ښار شاوخوا سیمې د جګړې پر لومړۍ کرښو اوښتې دي

(Last Updated On: November 1, 2018)

د ملي اردو سرتېري وایي؛ له هغې وروسته، چې طالبانو د غزني ښار یو شمېر سیمې ونیولې؛ اوس هم په بشپړ ډ‌ول له دغه ښاره پر شا شوي ندي.

له طالبانو سره د دولتي ځواکونو جګړې د دوه میاشتو مخکې نښتو ته ورته ښکاري، چې په کې غزني ښار پېنځه ورځې په اور کې وسوځید.

په کشک کې  د ملي اردو قومندان عبدالمنیب وایي، دولتي ځواکونو طالبان له ښاره شړلي؛ خو دومره نه، چې ټول ښار خوندي وي. طالبان نه یوازې د ښار په څنډو کې د غزني په سرحد کې هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې دي.

د غزني ښار اوسیدونکي وایي، امنیت د شپې لخوا ډېر خرابیږي او تر سهاره پورې د سپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي.

د ملي اردو سرتېري له طالبانو سره په نښتو کې را ګیر دي؛ جګړه ډېره دوامداره ده او عادي چارې هم اغېزمنې شوې دي.

خبریالان: علی اصغري او رامین سخي له غزني ولایت څخه

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کندوز ۱۸ پاڅونوالو او پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: October 22, 2019)د کندوز د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د دې …