عاجل خبرونه

د جعلي پېژندپاڼو د پېر او پلور په تور لسګونه کسان نیول شوي- لویه څارنوالي

(Last Updated On: جون 14, 2018)

لویې څارنوالۍ ویلي، د جعلي تذکرو او د ټاکنیزو تاپو د غلا په تور له دوی سره ۲۴ دوسیې ثبت شوې او د دغو دوسیو اړوند ۵۸ تورن کسان نیول شوي دي.

د ټاکنو د لومړي پړاو او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر له پیلیدو سره بیا هم د درغلیو او ټاکنیزو جرمونو خبرې راپورته شوې دي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي ویلي؛ ۵۸ تنه د تذکرو د جعل او د ستیکر لرونکیو تذکرو د پلور په تور تر څېړنو لاندې نیول شوي، چې په کې د وګریو د ثبت ادارې مامورین هم راځي.

د نوموړي په وینا؛ د هغو کړنو مخه به ونیول شي، چې ټاکنې زیانمنوي.

د ټاکنو په لومړي ګام کې درغليو او غلاوو له همدا اوسه بې باورۍ را پورته کړې دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ رییس یوسف رشید وایي: یا به د خلکو رایې پایله ورکړي  او یا به کومه معامله او معادله رامنځته کیږي. مونږ په رښتیا هم د ډاډمنتیا په رامنځته کولو کې ناکام یو.         

یوه څېړنه وایي، چې پوښتل شویي څه باندې ۶۰ سلنه وګړي په ټاکنو کې برخه اخلي؛ خو دا، چې ولې څه باندې ۳۰ سلنه نور کسان ګډون نه کوي، د دې بهیر پر روڼتیا بې باوري ګڼل کیږي.

د افغانستان د سلام څېړونکي بنسټ د ډلې غړی اقبال برزګر وایي: دوی ونشو کولی، چې یو ځل بیا د کمیسیون پر کړنو خلک ډاډمن کړي.

د نوموړي په وینا؛ نه یوازې د ټاکنو کمیسیون، بلکې په ټوله کې دیموکراسې له یوه ستر آزمون سره مخ شوې ده.

په دې څېړنه کې د څلور دېرش ولایتونو له څه باندې ۵ زره کسانو سره مرکې شوي، چې څه باندې شپیته سلنه وګړیو ویلي، چې له ټاکنو پرته بله لار نشته.

د کابل اوسیدونکی مسعود وایي: له دغه بهیر پرته د واک لیږدولو لپاره بله لار نشته.؛ ځکه، نو خپله د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره باید پرېکړه وکړو.

د کابل اوسیدونکی فرزان وایي: د ټاکنو د بهیر په اړه بې باوره یم؛ ځکه، چې د درغلیو له لارې بیا هم زورواکان دغو شوراګانو ته لار مومي.

تر اوسه څه باندې ۶ میلیون وګړیو په ټاکنو کې د ګډون لپاره ځانونه راجستر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شوراګانو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر تېره ورځ دوه ورځې نور هم غزیدلی دی.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی- پنتاګون

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې …