عاجل خبرونه

د غزني ولایت په لویدیځه څنډه کې طالبانو پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: مارچ 18, 2018)

د غزني والي ویاند آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه له سل ډېرو طالبانو د غزني ښار د لویدیځې څنډې د قله قاضي او خاک غریبانو پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، چې په کې ۵ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.  

د دغه ولایت د والي ویاند عارف نوري زیاته کړې، چې د طالبانو دغه برید د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو پر شا تمبول شوی دی.

ښاغلي نوري دا هو ویلي، چې په دې جګړه کې لس طالبان هم وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …