عاجل خبرونه

د ترکيې څارنوالانو په پوځ کې د ٣٦٠ کسانو د نيولو حکم صادر کړ

(Last Updated On: نوومبر 29, 2017)

د ترکيې څارنوالانو په پوځ کې د امريکا ميشتي مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلويانو د په نښه کولو د عملياتو په لړ کې د ٣٦٠ کسانو د نيولو حکم صادر کړ.

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو نن په دې اړه راپور ورکړ.

د اژانس په حواله، د هغو کسانو له ډلې چې په استانبول کې د عملياتو په نتيجه کې ښايي ونيول شي، ٣٣٣ يې سرتېري او ٢١٦ يې نور پوځيان دي.

د ولسمشر رجب طيب اردوغان حکومت ادعا کوي چې ګولن او د هغه شبکې تېر کال په ترکيه کې د کودتا ناکامه هڅه وکړه؛ خو ګولن دا تورونه دي.

 بل‎خوا خصوصي خبري اژانس دوګان ويلي، د دغو کسانو په ډله کې چې له نيولو سره مخامخ دي، ٧ يې پيلوټان دي.

د جولاى پر ١٥مه د ناکامې کودتا پر مهال ٢٥٠ کسان وژل شوي وو.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …