عاجل خبرونه

د غزني د واغز ولسوالي له پاره د طالبانو مرستیال ولسوال نیول شوی

(Last Updated On: November 29, 2017 4:58 pm)

د غزني د واغز ولسوالي له پاره د طالبانو مرستیال ولسوال له دریيو نورو شکمنو کسانو سره نیول شوی دی.

امنیتي چارواکي وايی په دغه ولسوالې کې په نورو عملیاتو کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیي قوماندان وايي له نیول شویو کسانو څخه داسې شواهد ترلاسه شوي چې ښيي خلکو ته یې اخطارونه لیږلي دي.

د غزني د امنیې قوماندان، محمد زمان خوستي  آریانا نیوز ته ووېل: “پرون موږ په واغز ولسوالۍ کې عملیات درلودل چې په ترڅ کې مو سید احمد چې مستعار نوم یې مولوی حیدري دی نیولی دی او له نوموړي سره مو درې نور مشکوک کسان هم نیولي چې دا کسان هم د جګړې پر مهال او ځای کې نیولي دي او همدا شان تاسو ته معلومه ده چې په غزني کې وسله وال مخالفین له ماتې سره مخ دي او په همدې موخو زموږ عملیات دوام لري”.

همدا شان د غزني د امنیي قوماندان زیاتوي چې په واغظ ولسوالی کې د چهارشنبه په شپه په عملیاتو کې اوه وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د بهرنیو چارو وزارت وزارت ۴۹ کار کوونکي منفک شول

(Last Updated On: September 23, 2018 7:58 pm) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون …