عاجل خبرونه

د ترهګرو د ځالو او تمویل سرچینې وچې او مفکوره یې ماته کړئ- ترمپ

(Last Updated On: اګست 29, 2017)

د امریکا ولسمشر وایي، نړیواله ټولنه دې د ترهګرو د ځالو او تمویل سرچینو د له منځه وړلو په لار کې هڅې وکړي او د ترهګرۍ مفکوره دې ماته کړي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ د فنلند د ولسمشر کوربتوب وکړ او له خپل فنلنډي سیال سره یې په لیدنه کې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د رول ستاینه وکړه او د ترهګرو د ځالو په له منځه وړلو یې ټینګار وکړ.

د نوموړي په وینا؛ فنلند افغان ځواکونو ته په مالي برخه او ملاتړ کې مرستې برابرې کړي دي. مونږ باید یو ځای د ترهګرو د  پناه ځایونو د له منځه وړلو او د هغو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې کار وکړو، چې د ترهګرو شرغوښتونکې مفکوره ماته کړو.

د فنلند ولسمشر ساولي نینیستو هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به خپلې مالي مرستې روانې ساتي او د کړکیچ د حل لپاره به هم هڅه کوي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ له افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکوو او مونږ باید په هر راز شرایطو کې  هڅه وکړو، چې د افغانستان مسالې ته حل لار پیدا کړو؛ ځکه جګړه ډېره اوږده شوه. دغه راز هغه لوري ته باید درناوی وکړو، چې خبرې ور سره کوو او باور ولرو، چې خبرې مو پایله لري.

امریکا وایي، که  اسلام آباد خپل چلند بدل نه کړي، ممکن واشنګتن ور سره ملګرتیا وشلوي.

د امریکا ولسمشر اته ورځې مخکې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه. په دې تګلاره کې پر پاکستان نیوکه شوې او تورن شوی، چې ترهګر په کې پناه ځایونه لري.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …