Connect with us

تازه خبرونه

د سالنګ د دوه یم دهلیز د فني مطالعاتو هوکړه لیک لاسلیک شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فواید عامې وزارت او یوه استرالیايي شرکت تر منځ د سالنګ د دوه یم دهلیز د فني مطالعاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ زیاتوي، د سالنګ لارې دوه یم دهلیز، چې نهه شمال او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز سره نښلوي او په  ۲۶ میاشتو کې بشپړیږي.

د هغه په وینا؛  نوی تونل به په سالنګ ګې شاوخوا ۲۶۰۰ متره وي، چې د خنجان – جبل السراج سړک دوه یم لاین هم په کې راځي.

هغه زیاته کړې، چې د دې پروژې لګښت شاوخوا نولس میلیون دالره کیږي او د آسیایي بانک لخوا  تمویلږي.

په کابل کې د جاپان سفیر وایي، دا سړک د افغانستان خلکو ته مهم دی او کولی شي په اقتصادي وده کې ډېره مرسته وکړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ دغه پروژه ‌ډېره مهمه ده، چې کیفیت ته یې باید ډېره پاملرنه وشي.

د سالنګ  اوسنی تونل دوه اعشاریه اووه کیلومتره دی، چې د پخواني شوروي لخوا په شپېتمه لسیزه کې جوړشوی، چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د بیا رغاونې بهیر په دې مسیر کې تل له نیوکو سره مخ و.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!