عاجل خبرونه

د برښنا شرکت لوی پوروړي لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

(Last Updated On: October 15, 2017 5:04 pm)

د برښنا شرکت مسوولین وايي، چې لويې څارنوالۍ ته په استولي نوملړ کې، حکومتي چارواکي او سوداګریز شرکتونه شامل دي.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ويلي، چې د برښنا د لګښت له کبله د لویو پوروړیو کسانو او شرکتونو څخه د پیسو پر اخیستو نه دي بریالي شوي؛ نو، ځکه یې د هغو نوملړ  لویې څارنوالۍ ته استولی دی.

آریانا نیوز ته ځينو سرچینو ویلي، چې د پوروړیو په نوملړ کې زیاتره د دولتي چارواکو نومونه دی.

په پوهنتون کې د اقتصاد استاد سید مسعود وايي، چې حکومت باید د قانون له مخې له پوروړیو سره چلند وکړي.

که له یوې خوا دولتي لوړ پوړي چارواکي د برښنا لګښت نه ورکوي، له بلې خوا په ځينو ولایتونو کې د برښنا د لګښت پیسې وسلوال طالبان هم ټولوي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …