عاجل خبرونه

د برښنا نشتوالی عامو خلکو او صنعتګرو ته زیان رسوي- کابل ښاریان

(Last Updated On: April 15, 2018 7:00 pm)

وروسته له هغې، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د برښنا ستنه پر بم والوزوله؛ پر کابل سربېره یې د ځینو نورو ښارونو کورونه هم له برښنا بې برخې کړل. خلک له ښکېلو غاړیو غوښتنه کوي، چې ملي پروژو ته دې زیان نه رسوي.

د کابل ښار خلک وايي؛ طالبان دې له حکومت سره خپلې ستونزې د سولې له لارې اوارې کړي نه دا، چې پر عامو خلکو ژوند تریخ کړي.

د عامو خلکو د څرګندونو له مخې؛  د وارداتي  برښنا پرې کول یوازې عامو خلکو ته زیان رسوي.

د کابل ښار اوسیدونکی رامین وایي: د برښنا پر پرې کولو مالدارو خلکو ته زیان نه رسیږي؛ له ستونزو سره یوازې بېوسي او بېوزلي خلک مخ کیږي.  

د کابل یو بل ښاري مسعود نومی وایي: طالبان باید ټولګټې پروژې زیانمنې نکړي.

خلک دا هم وايي، چې حکومت باید پخپلو برښنايي بندونو پانګونه زیاته او پر وارداتي برښنا تکیه کمه او په بېړنیو حالاتو کې د خلکو اړتیا پوره کړي.

د کابل ښار یو بل ښاري حکمت الله وایي:  مونږ هیله من یو، چې برښنا شرکت خپلو تخنیکي ستونزو ته د حل لار ومومي او د برښنا له پرې کیدو سره سم ښار روښانه وساتي.  

هټیوال وايي؛ له کومه وخته، چې برښنا پرې شوې، دوی ته مالي زیانونه اوښتي دي.

هټیوال علی وهاج وایي: د برښنا له نشتوالي سره مو کارونه ویده شوي، تاسې پوهیږئ، چې یو بېوزله څومره زیانمن کیږي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د نړول شوې ستنې په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.

د نوموړي په خبره؛ د دې ستونزې د دایمي حل لپاره باید خلک مرسته وکړي.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د نړول شوې ستنې د رغولو لپاره د سیمې خلکو منځکړیتوب کړی او کار پرې پیل شوی دی.

په بغلان کې د  برښنا د یوې ستنې له نړیدو سره پر کابل، پروان، غزني، وردګو،  لوګر او پکتیا برښنا پرې شوې ده.

خبریال: خلیل الرحمن امید  

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …