د رایو نږدې ۷۰۰ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي

(Last Updated On: September 16, 2019)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، که څه هم ټاکنیز توکي ټولو ولایتونو ته لیږدول شوي؛ خو امنیتي ګواښونه د دې بهیر په وړاندې ستره ننګونه ده.

ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین د ټاکنو د تر سره کیدو پر څرنګوالي دې جرګې ته رابللي وه.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د ټاکنو تر سره کیدو ته باید شرایط برابر شي؛ پرته له دې به ناوړه پایلې ولري.

په ولسي جرګه کې د غور ولایت استازی عبدالظاهر تمیم په ټاکنو کې د خلکو ګډون اندېښمن کړی او څرګندوي، چې ټاکنې رانږدې شوي؛ دا، چې په دې بدو امنیتي حالاتو کې به څه کیږي، رای مرکزونه تړلي وي، د د دغه بهیر برخلیلک به څنګه شي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، اوس د رای ورکولو نږدې ۱۶ مرکزونه له لوړو او ټیتو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او دا د ټاکنو په وړاندې یوه ننګونه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب رحمان ننګ ویلي؛ د رای ورکولو د ۵۳۷۳ مرکزونو نوملړ مو امنیتي ځواکونو ته سپارلی، چې ۹۰۷ رای مرکزونه ترې تر ټیټ او ۶۷۵ نور یې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.            

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مرستیال دین محمد عظیمي وایي؛ په ټاکنیزو هڅو کې ۶۳ شکایتونه لرو، چې ۵۳ یې یوازې د کابل دي. د دغو شکایتونو بڼه سرغړونې او درغلۍ دي او یو شمېر کسان په دې اړه نغدي جریمه شوي هم دي.                      

د ولسي جرګې رییس وایي، په را روانو ټاکنو کې باید د درغلیو مخنیوی وشي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي؛  ټاکنیز کمیسیونونه باید د ټاکنو د رڼښت په اړه ډېره پاملرنه ولري،چې دغه ملي بهیر له سترې ننګونې سره مخ نشي او خلک پرې باوري شي.      

ټاکنیز کمیسیونونه وایي، ټاکنیز توکي ۳۳ ولایتونو ته  لیږدول شوي او ټول چمتووالی د تلې ۶ ټاکنو ته نیول شوی او له ځنډ پرته به تر سره شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزارشریف کې د سولې د ټینګښت او ستونزو په اړه بحث ترسره شو

(Last Updated On: October 17, 2019)د آلمان د فریدریش ایبرت بنسټ په مزارشریف کې د …