عاجل خبرونه

د طالبانو او امریکایانو د هوکړې ګډونوال د دوحې په شیرټن هوټل کې راټولیږي

(Last Updated On: February 29, 2020)

نن شنبه د کب ۱۰ د قطر په دوحه کې له ۱۸ میاشتنیو خبرو په پایله کې د رامنځته شوي هوکړه لیک د لاسلیک مراسم تر سره کیږي.

دغه مراسم د دوحې په ښکلي هوټل شیرټن کې د لسګونه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، نړیوالو سازمانونو د استازيو او بلل شویو افغانانو په ګډون تر سره کیږي.

له دوحې څخه آریانا نیوز خبریال په ډاګه کړې، چې په نننیو مراسمو کې به د ۱۸۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، سفیران او یا هم استازي برخه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحې ته رسیدلی او د خپل ۵۰ کسیز پلاوي په مشري به په دې مراسمو کې برخه اخلي او د قطر په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو څلوېښت وزیران به هم د دې ناستې میلمانه وي.

د طالبانو  له لوري به د خبرې کوونکي پلاوي په ګډون د ملکي تلفاتو د مخنیوي، روغتیا ، بندیانو، ښوونې او روزنې د کمیسیونونو استازي او نورو ادرو پنځوس مشران ګډون کوي.

دغه راز به له قطر، افغانستان او یا هم نورو بهرنیو څخه را بلل شوي پنځوس کسان هم د دې مراسمو برخه وال وي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د طالب بندیانو د خلاصون بهیر یو ځل بیا له تخنیکي ستونزو سره مخ شو

(Last Updated On: April 4, 2020)د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلې په څلورمه ورځ هم …