عاجل خبرونه

د طالبانو یو له انفجاري موادو ډک موټر له منځه تللې دې – کندز

(Last Updated On: February 14, 2020)

عبدالهادي، د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند، وايي چې د طالبانو یو موټر چې له منفجره موادو څخه ډک و، د پنجشنبې شپه د افغان هوايي ځواکونو له خوا د کندز ولایت د چاردرې ولسوالې په چوراق سیمه کېې له منځه وړل شوې دې.

هغه زیاته کړه چې یاده واسطه مخکې له دې چې موخې ته ورسول شي، له منځه وړل شوې ده.

یاد ویاند ویلي چې په دغه برید کې د ملکې وګړو د مرګ او ژوبلې امکان لیدل کیږي خو تراوسه کره معلومات پر لاس نه لرو.

د هادي په وینا، تیره شپه خوا او شا ۲ بجې، یو حاموي موټر چې د طالبانو په ولکه کې و، د یوه هوايي برید پر پایله کې د یادې ولسوالی په جمعه بازار سیم کې، له منځه یوړل شو.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بغلان ـ کندوز پر لویه لار طالبانو د پلټنې پوسته جوړه کړې

(Last Updated On: February 16, 2020) د بغلان ـ کندوز پر لویه لار د پلخمري …