د بغلان نوماندانو د څلورمې ورځې لپاره هم د شمال لویه لار تړلې وساتله

(Last Updated On: April 29, 2019)

د بغلان ولایت د پارلماني ټاکنو معترض نوماندان، چي تراوسه له حکومت سره هوکړې ته ندی رسیدلي د خپلو لاریونونو پر څلورمه ورځ یې هم د شمال لویه لار په بشپړ ډول له څو خواو تړلې وساتله.

دوی ټینګار کوي، چې که مرکزي حکومت او ټاکنو کمیسیونونه د دوی غوښتونو ته پاملرنه ونکړي؛ د وارداتي برښنا مزی به په دی ولایت کي پری کړي.

د ولسي جرګې له پرانستې وروسته د بغلان ولایت د ټاکنو ورستیو پایلو له اعلام وروسته په دې ولایت کې د اعتراضونو لړۍ نوره هم وغزیده او پر پلخمري سربېره په خنجان ولسوالۍ کې هم معترضو نوماندانو د شمال لویه لار بشپړه وتړله.

دوی وايي، حکومت تر اوسه د دوی یوې غوښتنې ته هم پاملرنه نده کړې.

د دې لارې موترچلوونکي هم د لاری بندیدو سخت اندېښمن کړي او وایي، چي د لارې بندیل د دوی ورځنی ژوند زیانمن کړی او د سودا ګریزو توکو د ضایع کیدوسبب هم کیږي.

موتر چلوونکي زیاتوي، خوارکي توکي او د تازه میوو کاروان د شمال پر لاره او یا هم د شمال په بندرونو کې ولاړ دي، چی د سوداګرو د زیان او بیي د لوړیدو سبب کیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …